1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالګې د ذرې برابر نوې کامره د انسان مغز ته داخلیدلای شي

مقبول ملک/ ب.ص.۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

آلماني کارپوهانو یوه ډيره کوچنۍ کامره جوړه کړې چې د ناروغانو د تشخیص او د درملنې په ترڅ د یوه سرنج له لارې د بدن د دننه غړو عکس د اخیستو په موخه د بدن هرې برخې ته لیږدول کیدلای شي.

https://p.dw.com/p/1JFSh
Screenshot Twitter FuturistechInfo
انځور: Twitter/FuturistechInfo

د فرانس پریس خبري آژانس په حواله د آلماني انجینرانو له خوا جوړه شوې دا نوې کامره به په راتلونکي کې د روغتیا په څانګه کې د مرضونو د تشخیص په برخه کې ښايي ډيرې زیاتې لاس ته راوړنې ولري.

دا کامره د مالګې د یوې دانې یا ذرې نه لویه نه ده. دا د آلمان د سویلي ښار شتوتګارډ د یوه پوهنتون کارپوهانو د درې بعدي چاپګر په مرسته جوړه کړې او درې عدسې یا لینزونه لري. دا کامره د یوه داسې نوري فایبر تار سره وصل ده چې قطر یې د دوه ویښتانو په اندازه دی.

د «نیچر فوتانکس» په نامه د مجلې په تازه ګڼه کې د دې په اړه په یوه رپوټ کې ویل شوي چې دا ډول کامره په راتلونکي کې د «اندوسکوپ» یا بدن ته د لیږدونکو دوربینونو په توګه کارول کیدلای شي.

دا په دې معنی ده چې په راتلونکي کې به ډاکتران د بدن هرې برخې ته د دې کامرو په لیږد سره د بدن د هر غړي په دننه کې د دې عکس واخیستلای شي. دا کار به د اوسنیو «اندوسکوپونو» په مقابل کې ډیر آسان وي او د ډاکتر او ناروغ دواړو له پاره به کار اسانه کړي. د دې کامرې بدن ته د داخلولو پر وخت یو مریض یوازې دومره درد باید وزغمي لکه د یوې پیچکارۍ پر وخت چې احساسوي.

د روغتیا په برخه کې د استعمال سربیره به د دې ډیرې وړې کامرې یوه بله ځانګړتیا دا وي چې د لیدو نه وړ کمرو په توګه به هم استعمالیږي او پر وړو روبوټونو به هم نسب شي.

د «نیجر فوتانکس» د رپوټ په حواله د دې کامرې جوړونکي وتوانیدل یوازې په څو ساعتونو کې یې طرحه کړي، د درې بعدي چاپګر له خوا یې چمتو او بیا یې کامیابه تجربه ترسره کړي. د دې کامرې کمپاونډ لینز یا عدسه صرف ۱۰۰ مایکرو میتره (۰.۱ میلي میتره) پلنه ده او د بهرني پوښ سره یې بیا حتمي پلنوالې یوازې ۱۲۰ مایکرو میتره کیږي.

بله حیراونکې خبره دا ده چې دا کامره یوازې د دریو میلي میترو په واټن کې د یوه شي یا ځای ډیره ښه عکاسي کولای شي، یعني د بشپړه فوکس سره واضح او روښانه انځورونه اخیستلای شي. له دې سره وصل نوري فایبر تار ۱،۷ میتره اوږدوالې لري.

دا په دې معنا ده چې که دا کامره د انسان بدن ته داخل کړای شي نو د وینې د جریان سره مخکې ځي او د تقریباً ۱،۵ میترو تر فاصلې پورې د بدن د هرې برخې عکاسي کولای شي چې بیا وروسته د هماغه تار او سرنج په واسطه بیرته د بدن څخه ایستل کیږي.

د شتوتګارد د پوهنتون د انجینرانو په حواله دا کامره د یوه عادي خو د میکروبونو پاک سرنج له لارې د انسان د مغز تر دننه برخو پورې د عکس اخیستو له پاره کارول کیدای شي. دوی زیاته کړې چې د دې کامرې استعمال به هیڅ مفني اغیز یا نور ناوړه عواقب ونه لري.