1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالیزیایې الوتکې دوه لوېې ټوټې موندلې شوې دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۳, شنبه

آیا په نږدې راتلونکي کې به د ایرایشیا مسافر وړونکې الوتکې د نسکوریدو معما حل شي؟ انډونیزیایې چارواکو د الوتکې د یو شمیر ویجاړو شوو برخو ټوټې موندلې دي، خو د الوتکې د ثبت ماشین یا «بلک باکس» لا تر اوسه موندلی نه دی.

https://p.dw.com/p/1EETa
د ایراشیا د بلک باکس پسې لټون روان دی
د ایراشیا د بلک باکس پسې لټون روان دیانځور: Getty Images/U. Ifansasti

د مالیزیایې مسافر وړونکې الوتکې له را غورځیدو څخه نږدې یوه اونۍ تر تیریدو وروسته د لټون ډلې د دغې الوتکې دوه لوې ویجاړې شوې ټوتې موندلې دي.


د انډونیزیایې پلټنې ډلې مشر بمبانگ سولیستیو وایې د دغې الوتکې لوې خرابې شوې ټوټې د سمندر په نږدې ۳۰ متره ژور والي کې پراته دي.


د پلټنې ډلې مشر زیاته کړه :« زه دا تاییدوم چې زمونږ د لټون د پیل راهیسې دا د ایرو ایشیا الوتکې تر ټولو لوې پرچې دي چې موندل کیږي.» د نوموړي په خبره د موندل شوې سترې ټوټې لویوالی «لس په پنځو مترو» او د کوچنې ټوټې لویوالې نږدې «اوه په نیم متره» کی دی.


د دغو موندل شوو برخو د انځور اخیستلو له پاره تر اوبو لاندې یو روبوټ استول شوې دی. د دې تر څنگ د پيښې د قربانیانو د جسدونو موندې له پاره غوټه وهونکي هم گمارل شوې دي.


A320 ډوله دغه ایربس مسافر وړونکي الوتکه د تیرې یکشنبې په ورځ له ۱۶۲ تنو مسافرو سره د اندونیزیا د سورابایا له ښار څخه د جاوا د ټاپو د پاسه د سنگاپور پر لور روانه وه چې له پرواز څه ۴۰ دقیقې وروسته د رادار څخه ورکه شوه.
په تیرو څو ورځو کې د خرابې هوا له امله د جاوا په سمندر کې د لټون کار له خنډونو له سره مخامخ شو.


تر اوسه پوری ۳۰ جسدونه موندل شوې


د جمعې په ورځ هم د یوې انډونیزیایې بیړۍ یوې کارکونکۍ د دغې الوتکې تخریب شوې ټوتې موندلې وې، خو د دغې موندل شوې برخې په هکله په رسمي ډول څه نه وو ویل شوې. د انډونیزیایې چارواکو په حواله د لټون په دغه ماموریت کې ۲۹ بیړۍ او ۱۷ الوتکې برخه لري.

تر اوسه پوری یواحې ۳۰ مړي موندل شوي دي
تر اوسه پوری یواحې ۳۰ مړي موندل شوي ديانځور: Reuters/A. Perawongmetha


د لټون ډلې خپله ټوله توجه د «بلک باکس» یا د الوتکې د پرواز د معلوماتو د ثبت ماشین پیدا کولو ته گرځولې، ځکه له دې لارې کیدای د الوتکې د را غورځیدو علت معلوم شي. تر اوسه پورې یوازې دا خبره معلومه شوې چې تر الوتنې لږ څه وروسته د الوتکې پيلوټ د خرابې هوا څخه خبردارې ورکړې وو. ویل شوي دي چې دغه غوښتنه منظوره شوه وه، خو د الوتنې د کنترول د چارو مسوولینو د هوايي ترافیک د ازدحام له امله پیلوت له دې څخه منع کړی ؤ چې د خپل پرواز ارتفاع لوړه کړه. د ژغورنې عمله توانیدلي دي چې له سمندر څخه د ۳۰ تنو مړي راوباسي.

ایراشیا د نوموړي هوايی کرښې څخه د استفادې اجازه نه لري


A320 ډوله ایربس الوتکې له نسکوریدوڅخه وروسته د ایرایشیا ارازن بیه هوايی شرکت نور اجازه نه لري چې د اندونیزیا د سوربایا او سنگاپور تر منځ دغه هوآيی کرښې له لارې الوتنې وکړي. له دغې موضوع څخه په جاکارتا کې د ترانسپورت وزارت خبر ورکړ. د هغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه تصمیم دلیل دا دی چې د هوايي مقرراتو له پلان څخه سرغړونه شوی ده. په وینا پاڼه کې راغلي دي چې : « ایرایشیا د QZ8501 شمیره پرواز سره چې په ترځ کې یې نوموړې الوتکه نسکوره شوه، د ټاکل شوو مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده. مقررات وايی چې له دغه هوايی مسیر څخه یواځې د دوشنبې، سه شنبې، پنجشنبې او شنبه په ورځو د الوتنې اجازه شته، نه د یکشنبه په ورځ.»