1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متحده ايالاتو د بهرني پاليسي په بودجه کي د افغانستان لپاره 2,7 مليارد ډالرمنل شوي دي

۱۳۸۸ تیر ۱۹, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د استازو مجلس د پنجشنبي په ورځ د افغانستان او پاکستان په شمول د واشنګتن د بهرني پاليسي د پياوړتيا لپاره په ټوليزه توګه د 48,8 مليارد ډالرو يو لګښت منظور کړ.

https://p.dw.com/p/Il2x
د متحده ايالاتو د سنا مجلس
د متحده ايالاتو د سنا مجلسانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو د استازو مجلس د پنجشنبي په ورځ د افغانستان او پاکستان په شمول د واشنګتن د بهرني پاليسي د پياوړتيا لپاره په ټوليزه توګه د 48,8 مليارد ډالرو يو لګښت منظور کړ.

په دغو پيسو کي 2,7 مليارد د افغانستان او 1,5 مليارد ډالر د پاکستان لپاره چي په دواړو هيوادونو کي د طالب اورپکو پر ضد جګړه روانه ده، په پام کي نيول شوي دي.

اسراييلو ته چي د متحده ايالاتو بل نژدي متحد دي، 2,2مليارد ډالر د 2010 مالي کال لپاره چي د راتلونکي اکتوبر په لومړي نيټه پيل کيږي، ورکول کيږي.

د بهرني پاليسي لپاره دغه تصويب شوی بودجه تقريبا دری مليارد ډالره له هغه څخه کمه ده چي جمهور رييس بارک اوباما د هغی لپاره غوښتنه کړي وه. اوباما د خپلي بهرنی پاليسيی د پياوړتيا لپاره د 52 مليارد ډالرو د منظوري غوښتنه کړي وه. ويل شوي دي چي د بهرني ديپلوماتي عملياتو، د کرهني د مرستو او د خوراکي اصلاح شوو توکو د خوندي ساتني د پروګرامونو د تمويل لپاره پيسي کمي کړاي شوي دي.

د استازو مجلس همدا راز په نوموړي پريکړه کي چي د 318 موافقو او 106 مخالفو راييو سره تصويب شوه، د اوباما هغي هڅي ته هم ګذار ورکړي شوي چي غوښتل يي د نړيوال وجهي صندوق په اړه د خپل حکومت په کړو وړو باندي د کانګرس څارنه محدوه کړي، نړيوال وجهي صندوق غواړي چي له هغو هيوادونو سره مرسته وکړي چي له مالي لحاظه ځپل شوي دي.

د سنا مجلس هم په دغي پريکړي باندي ، مخکي له دي چي په قانون بدله شي، نظر ورکوي.

د سنا مجلس د تدقيق کميتي د جمهور رييس د نوموړی بودجوی غوښتنی په اړه يوه خپله ځانګړي بڼه منظور کړي ده چي په هغي کي 48,7 مليارد ډالر په پام کي نيول شوي، همدا راز په دغي منظوري کي يو حکم هم ضميمه شوي چي د اوباما هغه يو فرمان ته قانوني بڼه ورکوي چي د متحده ايالاتو پر حکومت باندي د بهرني پاليسي د ځينو فعاليتونو د تمويل محدوديتونه ليري کول غواړي. د دغی کميتی دا پريکړه چي د 17 موافقو او 11 مخالفو راييو سره تصويب شوه، د جمهوري غوښتونکي د ګوند، Sam Brownback ، له سخت مخالفت سره مخامخه شوه.

د سنا د مجلس د نوموړي کميتي په پريکړه کي د پاکستان لپاره 1,57 مليارد ډالره او د افغانستان لپاره هماغه اندازه چی د استازو د مجلس له خوا منظور شوی ده يعني 2,7 مليارد ډالر د مرستي په توګه ومنلي شوي. خود افغانستان د مرستي په اړه جمهوري غوښتونکي سناتور Judd Gregg انديښنه څرګنده کړه. هغه وويل : « مونږ بايد ډيره زياته پاملرنه وکړو چي دغه پيسي بي ځايه ونه لګولي شي.»

جنرال David Petraeus: «په دغو عملياتو کي سختي مياشتي لا په مخکي دي»
جنرال David Petraeus: «په دغو عملياتو کي سختي مياشتي لا په مخکي دي»انځور: picture-alliance/ dpa

د پاکستان او افغانستان لپاره د متحده ايالاتو نوموړي مرسته په داسي وخت کي د استازو او د سنا د مجلس له خوا تصويبږي چي په افغانستان کي د متحده ايالانو پوځي حضور د 21 زرو نورو سرتيرو سره پياوړي شوي دي. د دغو سرتيرو يوی برخی همدا اوس د هلمند په ولايت کي د ياغيانو پر خلاف پراخ عمليات په لاره اچولي دي. که څه هم د څه د پاسه يوي اوني پيل شوو عملياتو څخه وروسته د هغو ځواکونو د پرمختګونو رپوټونه ورکول کيږي، خو د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو د مرکزي قومانداني مشر خبرداري ورکړ چي په دغو عملياتو کي «سختي مياشتي» لا په مخکي دي.

جنرال David Petraeus د پنجشنبي په ورځ وويل چي روان پوځي عمليات په سلو کی لس ولسواليو ته متوجه دي، چيرته چي د افغانستان په سلو کي اويا زورزياتي هلته رامنځ ته کيږي. جنرال Petraeus دغه يادوني سانفرانسسکو کي د ملي وينا نومي د سفر د يوي برخي په ترڅ وکړي. هغه د هلمند عملياتو ته په اشاري سره وويل: « دا به ډير اوږد کمپاين وي.» هغه زياته کړه: « دا د يوي پايښت لرونکي او اساسي ژمني غوښتنه کوي چي باید اجازه ور نه کړای شي طالبان دغه سيمه د تروريستانو ځاله وګرځوي.»

رويتر/اسوشيتد پرس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: ضیاء الحق فضلی