1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متحده ايالتونو په اورېگون ايالت کي د تره گر بريد مخه ونيول سوه

۱۳۸۹ آذر ۶, شنبه

ايالتي څارنوالۍ ويلي دي چي د نيول سوي ځوان هوډ او بې رحمي بايد د دې لامل وگرځي چي د امريکا خلک پدې ښه پوه سي چي حتی د اوريگون د پورټ لېنډ غوندي ليري پروت ښار کي لا داسي کسان ژوند کوي چي امريکايان وژل غواړي.

https://p.dw.com/p/QJtY
انځور: AP

د متحده ايالتونو د امنيتي چارواکو په وينا يوه 19 کلن ځوان غوښتل چي د اورېگون ايالت په پورټلېنډ ښار کي چاودنه وکړي. د امنيتي چارواکو په وينا دغه نيول سوی شکمن کس په سوماليه کي ږېږېدلی دی او د برېښناليک له لاري يې د پاکستان د قبايلي سيمو سره اړيکي نيولي وې. کله چي دغه 19 کلن ځوان د جمعې په ورځ هڅه وکړه چي په يوه موټر کي پټ کړل سوی بم د موبايل تليفون په مرسته وچاودي نو پوليسو دی ونيوی. چاودنه تر سره نه سوه ولي چي بم اصلي نه ؤ بلکه د امنيتي چارواکو لخوا يو مصنوعي بم ايښودل سوی ؤ.

د روان مېلادي کال د جون راهيسي د امريکا امنيتي فډرالي ادارې اېف بي آی او ايالتي پوليسو د دغه ځوان څار کوی. د څارنوالۍ په يوه راپور کي ويل سوي دي چي امنيتي ادارو هغه وخت ددغه ځوان څار پېل کړی کله چي ده د بريښناليک له لاري د پاکستان د قبايلي سيمو سره اړيکي ټينگول پېل کړې. اېف بي آی د نوموړي دغه برېښناليکونه وڅارل او داسي اټکل يې کوی چي دغه ځوان به د جهاد لپاره و قبايلي سيمو ته ولاړ سي.

د جون په مياشت کي يوه امريکايي جاسوس د دغه ځوان سره تماس ونيوی او ځان يې ورته د پاکستانۍ تره گرې ډلې استازی ور وپېژندی. تورن ځوان ددغه کس سره وليدل او د امنيتي چارواکو په وينا پدغه ليدنه کي ځوان هوډ څرگند کړی چي د پورټلېنډ د کرسمس په بازار کي بم چاودل غواړي. د امنيتي چارواکو جاسوس د ځوان سره ژمنه وکړه چي پدغه تره گر بريد کي به ورسره مرسته کوي.

د جمعې په ورځ د چاودنې پلان نيول سوی ؤ. جاسوس او تورن ځوان په يوه نقليه موټر کي په گډه د پورټ لېنډ ښار و مرکز ته ور ننوتل. ځوان ته دا ويل سوي وه چي په موټر کي 200 ليټره چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي دي. د امنيتي چارواکو په وينا ځوان ته دا هم ويل سوي وه چي دی به د موبايل ټليفون له لاري دغه بم وچاودوي. خو دغه جعلي بم د پوليسو لخوا جوړ کړل سوی ؤ. خو کله چي ځوان په رشتيا هم د ټليفون په مرسته د هغه بم چاودلو کوښښ وکړی چي په يوه داسي موټر کي پټ کړل سوی ؤ چي د انسانانو په ډک ځای کي ولاړ ؤ نو ايف بي آی دی ونيوی.

په خپله يوه پاڼه کي ايالتي څارنوالۍ ويلي دي چي د نيول سوي ځوان هوډ او بې رحمي بايد د دې لامل وگرځي چي د امريکا خلک پدې ښه پوه سي چي حتی د اوريگون د پورټ لېنډ غوندي ليري پروت ښار کي لا داسي کسان ژوند کوي چي امريکايان وژل غواړي. نيول سوی کس به د دوشنبې په ورځ و قاضي ته وړاندي کړل سي. پر ده د ډلوژنې د تر سره کولو د هڅې تور لگول سوی دی.

ليکونکی: ريوډگر پاولرټ

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري