1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د متحدينو څارنه ضروري ده»

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

د امریکا متحده ايالاتو د ملي اسختباراتي ادارې مشر جیمز کلیپر ویلې دي چې د متحدینو څارنه اړینه ده. کلیپر ویلې دي چې اروپايي حکومتونو د دې ټولني د میلیونو خلکو د تلفوني اطلاعاتو د راټولولو په برخه کې ور سره مرسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1A8vo
انځور: Reuters

د امریکا کانګرس ته د یوې وینا پر مهال د دغه هیواد د ملي استخباراتي ادارې مشر جیمز کلیپر ویلې دي چې د استخباراتي ادارې ټول کارکوونکي د امریکا ښه خلک دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنيت ادارې (NSA) له خوا د حکومتونو د مشرانو د تلیفوني مکالماتو د څارنې پروګرام په رسنیو کې تاوده بحثونه را پورته کړي دي.

د یاودنې وړ ده چې د امریکا د اکثرو څارنیزو پروګرامونو د بربنډیدو تر شا د دغه هیواد د ملي امنيت د استخباراتي ادارې د پخواني کارکونکي ایدوارد سنودن لاس دی. سنودن اوس په روسیه کې د موقتي سیاسي پناه غوښتونکي په توګه شپې ورځې تیروي.

جیمز کلیپر د « NSA» ادارې د پروګرامونو څخه په دفاع کولو سره وویل:« زه له۵۰ کلونو راهیسي د استخباراتي ادارې سره سرو کار لرم... دا خبره مهمه ده چې موږ په دې پوه شو چې د نړۍ هیوادونه کومې پالیسۍ لري او په څه ډول هغه عملي کوې، نو دا یوازې د سیاسي مشرانو خبره نه ده بلکې د هغو پاليسيو په اړه ده چې هغوی يي خپلو حکومتونو ته وړاندي کوي.»

څو ورځي مخکي یوې آلمانۍ ورځپاڼې « دیر شپيګل» په خپل یوه رپوټ کې ادعا کړې وه چې د امریکا استخباراتي ادارې« NSA» له ۲۰۰۲ کال راهیسي د آلمان د لومړۍ وزیري انګلامیرکل تلیفوني خبري څارلې دي.

په دې رپوټ کې دا هم ویل شوې دي چې« اوباما میرکل ته ویلې دي چې که هغه په دې اړه معلومات درلودلې، نو د دې کار مخه به يي نیولې وای». د دغو رپوټونو تر خپریدو وروسته د برلین حکومت واشنګټن ته خپل خفګان وښود.

د امریکا د استخباراتي ادارې د دغه عمل په غبرګون کې تیره اوونۍ په بورکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې پریکړه وشوه چې په استخباراتي معلوماتو پوري د اړوندو مسایلو په اړه یوه نوي تړون ته ضرورت دی. آلمان او فرانسه کوښښ کوې په دې اړه د واشنګټن له حکومت سره د روان کال تر پایه پورې یو تړون لاسلیک کړي.

د یکشنبې په ورځ د آلمان حکومت ویلي ول چې که د آلمان په خاوره کې د امریکا د استخباراتي ادارې«NSA» له خوا د میرکل د تلیفوني خبرو د څارنې تور رښتیا ثابت شو نو په هغه صورت کې به دا یو « جرم » وبلل شي او د هغه پر وړاندې به اقدامات وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب