1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د محلي پولیسو د قوماندان د نیولو امر ورکړل شو

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د سیمه ییزو پولیسو د هغه قوماندان د نیولو امر ئې کړی دئ چې د تیرې اونۍ په پای کې ئې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۱۶ ولسي کسان وژلي او یو شمیر نور ئې برمته کړي ول.

https://p.dw.com/p/15jqF
انځور: AP

دغه قوماندان حکیم شجاعي نومیږي چې له څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې له استرالیايي ځواکونو سره د همکار امنیتي مشر په توګه کار کوي.

په ملي شورا کې د ارزګان استازي هم مني چې د سیمه ییزو پولیسو دغه قوماندان په اصل کې د غزني اوسیدونکی دئ او تر دې پخوا ئې هم څو ځله دغه ډول اعمالو تر سره کړي دي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی حاجي عبیدالله، وایي چې دوی څو ځله له مرکزي حکومت څخه غوښتي وو چې دغه قوماندان بې وسلې کړي او د قانون منګولو ته ئې وسپاري خو د هغه به خبره افغان حکومت په دې برخه کې ټگي کړې ده.

د حاجي عبیدالله په خبره دغه قوماندان د خلکو له وژنې خوند اخلي او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ هم له ځان سره لري:

«حکیم شجاعي تر دي پخوا هم تر شپاړسو پورې ملکي وگړي وژلي دي او د خلکو پر ښځو ئې جنسي تیری کړی دئ. دا نه د ارزګان ولایت اوسیدونکی دئ، او نه هم د ارزګان له خلکو څخه شناخت لري.»

حاجي عبیدالله له مرکزي دولت څخه غواړي چې د سیمه ییزو پولیسو دغه قوماندان توقیف کړي. په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، وايي چې د ارزګان د پولیسو مشرتابه ته دستور ورکړل شوی دئ چې حکیم شجاعي چې ورباندې د ګڼو ولسي خلکو د وژنلو او برمته کولو تور لگول شوی دئ ونیسي او ورڅخه څیړنې پیل کړي.

صدیقي وايي چې افغان حکومت د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د حکیم شجاعي په نوم د سیمه ییزو پولیسو کوم قوماندان نه لري. د هغه په خبره دغه سړی له افغان حکومت سره رسمیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه پېښه رد کړې وه په هکله ئې رپوټونه بې بنسټه بللي ول.

په همدې حال کې د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان جنرال علي شاه احمدزی، وایي چې حکیم شجاعي په دوی پورې تړاو نه لري او په ناقانونه توګه ئې خپل ځان په سیمه ییزو پولیسو کې داخل کړی دئ.

احمدزی وايي چې دوی د سیمه ییزو پولیسو ټولې کړنې تر څار لاندې لري او هیڅ یو پولیس ته به دا واک ور نه کړي چې ولسي خلک وځوروي:

«دا یو بد سړی دئ. دی یو قانون ماتونکی دئ. حکیم شجاعي یو ځل پخوا د پولیسو له لوري له ارزګان څخه شړل شوی وو خو اوس خلک وایي چې بیرته راغلی دئ او په سیمه ییزو پولیسو کې ئې ځان داخل کړی دئ. د کورنیو چارو وزارت مسئولیت اخیستی دئ چې دا کس ونیسي او د قانون منګولو ته ئې سپاري.»

د سیمه ییزو پولیسو د سرغړونو په اړه تر دې پخوا هم راپورونه ورکړل شوي. د ارزګان خلک وايي چې د سیمه ییزو پولیسو دغه قوماندان د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري روزل شوی دئ او پریمانه وسلي او مسلح کسان لري.

د ارزګان د والي دفتر هم د حکیم شجاعي په نامه د دغه سیمه ییز قوماندان له لورې د ولسي خلکو د وژنې راپور تایید کړی دئ خو ویلي ئې دي چې اوس لا وختي ده چې د پېښې د جزئیات په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش