1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د محلي پولیسو په اړه اندېښنه

اسوشیتد پرس/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

د کړکېچ نړیوال گروپ په نوم سازمان یا ICG ویلي دي چې افغانستان په مخ پر زیاتیدونکي توگه «پر ارزانه خو خطرناکې» ملي ملیشې باندي تکیه کوي. در غي ملېشې د سرغړونو جدي تورونه لگول کیږي.

https://p.dw.com/p/1FbZj
انځور: AP

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د کړکېچ نړیوال گروپ له قوله لیکلي دي چې د ځایي ملیشو یا محلي پولیسو پر غړو د ملکي کسانو د وژلو، درغلیو، غلا، جنسي تیري، مخدرو موادو قاچاق او د شوکو په پيښو کې ښکیلتیا تورونه لگول کیږي.

دغه خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي، حکومت په داسې یوه وخت کې پر افغان محلي پولیسو تکیه کوي، چې طالبانو په افغانستان کې خپلو پسرلنیو عملیات ته زور ورکړی دی. دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته په ټول هیواد کې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت مسئولیت پر غاړه لري.

رپوټ زیاتوي افغان محلي پولیس چې انگلیسي مخفف یې ALP، دی حکومت پلوه ملېشه ده چې د امریکا متحده ایالاتو په هڅو جوړه او موخه یې د طالبانو پر ضد جگړې ته د کلیو او بانډو د خلکو چمتو کول ول.

د کړکیچ نړیوال گروپ په خپل رپوټ کې ویلي دي چې نن ورځ د دغې ملیشې غړي د جگړې په لومړۍ کرښه کې جنگیږي او د ملي اردو او پولیسو په پرتله له درو څخه تر شپږ ځلي ډیر تلفات لري. ويل شوي دي چې دغه ملېشه چې شمیر یې نزدې۳۰۰۰۰ تنو ته رسیږي، کلنی لگښت یې یوازي۱۲۰ میلیونه ډالره دی.

د کړکیچ نړیوال گروپ د داسې چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی ذکر شوی ویلي دي چې محلي پولیس داسي انگیري چې پولیس دي نو په سیمه کې د دفاع کوونکو او د رسوخ د خاوندانو په څیر چلن کوي او حکومت ته د هغوی مهارول سخت کار دی.

د کړکیچ نړیوال گروپ رپوټ زیاتوي، په ۲۰۱۱م کال کې چې د امریکا متحدو ایالاتو د ځانگړو ځواکونو ټیمونو، چې د افغان محلي پولیسو ډلو ته یې سلا مشورې ورکولي رپوټ ورکړی دی چې د محلي پولیسو ۲۰ سلنه غړي په فزیکي شخړو، تاوتریخوالي او ۱۲ سلنه یې د بډو اخیستو په پيښو کې ښکیل دي. همداشان په دغه رپوټ کې د محلي پولیسو له لوري په تنخواه کې پر ټگۍ سربیره، د غلا، جنسي تیري او همداشان د محلي پولیسو د وسلو او موټرو پر کرایې ورکولو او خرڅولو خبره هم یاده شوې ده.

د کړکیچ نړیوال گروپ په خپل رپوټ کې دا هم ویلي دي چې په فاریاب ولایت کې د محلي پولیسو پر یوې ډلې باندي د جنسي تیري او چور او چپاول تور لگول شوی او ویل شوي دي چې له یوه څاه څخه چې پکښې ماران ول د شکنجې د ځای په توگه کار اخیستی.

په ۲۰۱۴م کال کې د ملگرو ملتونو په یوه رپوټ کې د حکومت پلوه ملیشې له لوري د ۵۳ ملکي کسانو د وژلو رپوټ ورکړل شو، چې دا د ۲۰۱۳م کال په پرتله درې برابره ډیر وو.

د کړکیچ نړیوال گروپ په خپل رپوټ کې دا هم ویلي دي چې د محلي پولیسو حضور، ټولنه نه ده خوندي کړي او دې ته یې اشاره کړې ده چې په پنځو ولایتونو کې چیري افغان محلي پولیس حضور نه لري د ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پوري د تاوتریخوالي کچه ۲۷ سلنه راکښته شوې ده.

د کړکیچ نړیوال گروپ له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د رپوټونو په شمول او د اغېزمنتیا په هکله د منظمو رپوټونو په ورکولو سره پر افغان محلي پولیسو خپله څارنه پیاوړي کړي.