1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مخدره موادو ضد جگړه نوو وسايلو ته اړتيا لري

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې د معينيت چارواکي وایي، چي که تر ۲۰۱۴ کال دمخه پرمختلي وسایل ور نه کړل شي، دوی ته ګرانه ده چې په اوسني ځواک د مخدره موادو د قاچاقبرو مخنيوی وکړي.

https://p.dw.com/p/178CN
انځور: AP

د چارواکو په خبره اوس مهال دوی د گوتو په شمیر روسۍ څرخۍ الوتکي لري او دنده یې دا ده چې حتی د ملک په ليري پرتو سرحدي او غرنیو سیمو کې هم د کوکنارو کروندې، کاروباریان او تولید ځایونه یې له مینځه یوسي.

د دغه معینت ویاند مهدي کاظمي وايي، چي هغه چورلکې چې دوی يې د مخدره موادو ضد عملیاتو کې کاروي ډیري زړې او ساده دي چې دوی ترینه په اغیزمنه توګه کار نه شي اخیستلای:

«زموږ غوښتنه دا وه چې خپلي چورلکي نوي کړو، شمیره یې لوړه کړو، که موږ سمبال نه شوو د مخدره موادو پر ضد جګړه به همداسي پاته شي او موږ به و نه کړای شو چې د دغه موادو د لویو مافیایي شبکو پر وړاندي عملیات زیات کړو.»

له مخدره موادو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزي معینیت یو شمیر پیلوټانو هم له دویچه ویله سره په خبرو کې د سمو تجهیزاتو له نه شتون څخه سر ټاکوه.

د دغه ځواک یوه پیلوټ تورن عبدالله چې په دې ورستیو کې یې د افغان- تاجک پولو په اوږدو کې له مخدره موادو سره د مبارزې په ګډو عملیاتو کې برخه درلوده وویل، چې دوی په اوسینو ډیرو اپتدایي او زاړه تخنیک سمبال وسایلو وکړای شوای چې د هیروینو د قاچاق یوه شبکه ړنګه کړي.

«د خاصو ځواکونو له پاره چي اوس هوايي لېوا جوړیږي، چي زموږ پیلوټان او قطعه به د هغې په تشکیل کې وي، دا مکمله اماده گي لري چي د شپې او ورځي عملیاو ته چمتو والی لري.»

دا له بهرنیو مرستندویانو د افغان دولت مکرره غوښتنه ده چې د خپلو سرتیرو له بشپړي وتنې دمخه دي ورته د دوی ځواکونه په معیاري وسایلو سمبال کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځله پر ناټو او امریکا متحده ایالتونو باندي نیوکه کړې چې د افغان ځواکونو د سمبالښت له پاره یې هغه څه نه دي کړي چې په تیرو لسو کلونو کې یې باید ترسره کړي وای.