1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مخدره موادو په اړه کلنی رپوټ خپور شو

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د آلمان د حکومت د مخدره توکو استازې زابينه بېڅينگ په برلين کې د مخدره موادو کلنی رپوټ وړاندې کړی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د 1989 م کال راهيسې د مړيو شمېره تر ټولو ټيټې کچې ته راکښته شوې ده.

https://p.dw.com/p/DKIz
د تېر کال په پرتله د مړيو شمېر 2.3 فيصده راټيټ شوی دی
د تېر کال په پرتله د مړيو شمېر 2.3 فيصده راټيټ شوی دیانځور: AP
خو د آلمان د سوسيال دموکرات گوند دغه سياستواله په عين حال کې د ورځنيو توکو د استعمال لکه تمباکو، شراب او دارو درملو څخه هم اخطار ورکوي. د تېر کال په پرتله د مړيو شمېر 2.3 فيصده راټيټ شوی دی. همداشان د قوي نشه يي توکو لکه هېروينو د استعمال کچه هم لوېدلې ده. خو بلې خوا ته تر لسو مليونو زيات وگړي په آلمان کې په «خطرناک ډول» شراب څښي. په دې ترتيب تر يو نيم مليونو زيات وگړي د شرابو عملي دي او دوه برابره زيات وگړي خپلې روغتيا ته په زيان اړونکې کچه الکول خوري.