1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مخدره موادو په قاچاق کي جنرالان لاس لري»

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۶, چهارشنبه

د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي د پوليسو جنرالان د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري. د کورنيو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معينيت وايي چي د دغو کسانو د نيولو تلاښونه يې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1APQe
انځور: Fotolia/Africa Studio

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت څو واري دغه خبره کړې ده چي د مخدره موادو په قاچاق کي لوړپوړي دولتي چارواکي لاس لري او له دوی سره داسي يو ليست موجود دی چي په هغه کي دغه ټول چارواکي ثبت دي. خو تر اوسه پوري نه دغه چارواکي نيول سوي دي او نه هم افشا سوي.

د کورنيو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معين جنرال باز محمد احمدي د چهارشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۷) په يوه خبري غونډه کي وويل: «موږ اوس د هغو جنرالانو د نيولو اقدام کړی دی چي په هرات، نيمروز، فراه، کندهار، هلمند او بدخشان ولايتونو کي د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري.»

هغه زياته کړه: «موږ تر اوسه پوري په مختلفو ولایتونو کي د مخدره موادو د قاچاق په تور له څارمن څخه نيولې تر جنراله پوري پوليس نيولي دي.»

د کورنيو چارو وزارت دغه مقام وويل چي هر هغه څوک چي د مخدره موادو په قاچاق کي لاس ولري د دوی له خوا به ونيول سي.

د لابراتوارونو له منځه وړل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي په تيرو دوو مياشتو کي يې په هلمند، بدخشان او ننګرهار ولايتونو کي د مخدره موادو د قاچاقبرانو پرضد ۴۲۷ واري عمليات ترسره کړي دي.

احمدي وويل چي په دغو عملياتو کي د مخدره موادو د تصفيه کولو څلور ستر لابراتوارونه يې له منځ وړي دي: «په دغو عملياتو کي زموږ تمرکز د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کي د مخدره موادو پر يو ستر لابراتواري مرکز باندي وو چي هلته مو وکولای سوای څلور لابراتوارونه له منځه يوسو.»

د کورنيو چارو وزارت د شمېرو پر اساس په دغو لابراتوارونو کي ۶۵۷۸ کيلوګرامه تارياک، ۸۳۳ کيلوګرامه هيرويين او ۷۰۰ کيلوګرامه مورفين د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

دغه وزارت وايي چي د «عبدالسلام» په نوم د مخدره موادو يو لوی قاچاقبر يې په نيمروز ولايت کي نیولی دی. وزارت وايي چي دغه کس يو له لويو قاچاقبرانو څخه دی چي هرکال به يې له افغانستان څخه ډېر مخدره مواد نورو هیواونو ته قاچاق کول.

احمدي وويل چي د قاچاقبرانو په هغه لس کسيزه ليست کي چي له کورنیو چارو وزارت سره دی او په ران کال کي بايد نيول سوي وايي، په هلمندو ولايت کي د عملياتو پر مهال درې تنه نیول سوي دي: «داوود شاه د حاجي دوست محمد زوی له خپلو دوو تنو شريکانو سره نيول سوی دی. دغو کسانو په روان کال کي تر دوه ټنه ډېر مخدره مواد قاچاق کړي دي.

دغه وزارت دغه راز په بدخشان ولايت کي هم د مخدره موادو پرضد عملياتو په ترڅ کي ۴۰۰۰ کيلوګرامه مخدره مواد نيولي دي. دغه راز په دغه ولايت کي د مخدره موادو د تصفيه کولو ۱۳ لابراتواره له منځه وړل سوي دي او تر ۴۶ ټنه زيات مخدره مواد پوليسو نيولي دي.