1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مدني او سياسي آزاديو قانوني کيدل پخپله نسي کولای عدالت تامين کړي

۱۳۸۷ آذر ۱۵, جمعه

د بشري حقونو د اعلاميې د کليزي په درشل کي د افغانستان غوندي بېوزلۍ وهلو هيوادونو ته په پام لرلو سره اوس دا پوښتنه مطرح ده چي د اوبو او ډوډۍ د بشر د حقونو څخه شمېرل کيږي که نه

https://p.dw.com/p/G9yh
پر ټولنه خپره بې وزلي د ډارونکي بې حقوقۍ سبب سوې ده
پر ټولنه خپره بې وزلي د ډارونکي بې حقوقۍ سبب سوې دهانځور: picture-alliance/ dpa

موجودې شميرنې ښيي چې د افغانستان 25 مليونی جميعت په سلوکي څلويښت د بې وزلۍ تر کرښې کښته ژوند کوی او برسيره پر دې وچکالۍ او په نړيواله سويه د خوراکی توکو د بيو لوړيدلو د سږ کال د ژمي په سړو کې د قحطۍ او لوږې ډاروونکی انځور د سترګو په وړاندې ايښی دﺉ.

څرنګه چې د سره صليب نړيوالې کميټې ګواښ کړي دی، که په وخت اقدام ونه شی، د ژمي په سړو کې به 280.000 تنه د خوړو د پيداکولو په خاطر د هيواد په شمال کې له خپل کور او کلي کډه وکړی او بل ځای ته په يوې ګولې ډوډۍ بسې آواره شی.ملګرو ملتونو ددوشنبې په ورځ د يوه رپوټ په ترڅ کې اعلان کړيده چېډیر هغه افغانان چې بنديان دی، بې له دې چې محاکمه شی، بند ته اچول شويدی. دا ډير هغه بې وزلي کسان دی چځواکمن اړيکي نه لری.

که څه هم چې په افغانستان کې په دې شپو ورځو کې د پارلمانی او ولسمشرۍ دټاکنو آوازه پورته ده، او ظاهراً هريو د ديمکراسۍ او مدنيت ډبره په ټټر وهی، خو د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي چې په ټولنه خپره بې وزلي د ډاروونکې بې حقوقۍ سبب شويده.

په افغانستان کې د جرمونو او مخدرو توکو د ادارې رييسه کريستينا اوګوز وايي:«په نورو ځايونو کې له محاکمې پرته بند ته اچول يوه استثنا بلل کيږی، خو په افغانستان کې دا يو قانون دی، په تيره بيا هغه وخت چې تاسې بې وزلي وی اويا ځواکمن دوستان ونه لرۍ.»

اوګوز په افغانستان کې له « ټليفوني عدالت» څخه یادونه کوی چې ډیر معمول دی.ددې له نظره « که تاسې يو ځواکمن دوست ولرۍ او دﺉ پوليس يا اړوند قاضی ته ټيليفون وکړی، تسو خلاصيږی. خو که تاسو ځواکمن دوستان ونه لرۍ، بايد د بند دميلو ترشا واوسۍ، حتی که ماشوم هم واوسۍ».

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ويلي چې بله ستونزه چې د افغانستان بنديان ورسره مخامخ دی داده چې ډير وخت ددوی د بند موده تيريږی خو دوی په زندان کې پاتې کيږی.چې په واقعيت کې «مضاعف» زندان تيروی. دا ددې لپاره چې دوی پيسې نشی ورکولای. اوګوز وايي:« که تاسې بی وزلي ياست بايد په زندان کې وخت تير کړې ځکه تاسې د ځان د خلاصون لپاره بډې نشی ورکولای.»

ډير خلک په دې نظر دی چې که ټولنه پرمختيا ونه کړی بي وزلي او لوږه له منځه نه ځي. کله چې د ټولنې اکثريت په تنګسه او بې کورۍ کې ژوند کوی، مدنی او سياسي آزادۍ هم په آسانۍ پیرودل او پلورل کيږی.