1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مديترانې سمندرگی بايد وڅارل سي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

اروپا ته د مدیتراني سمندرگي پر خطرناکه لار تل په بیړیو کې سپاره کډوال خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه کډوال چي ډېری يې ایټالیا ته ځي اوس به دغه هيواد د پولي په څارلو او د ژرغوني په برخه کې مرستي تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1D2xO
انځور: picture alliance/ROPI

ایټالیا له میاشتو راهیسي د اروپايي ټولني له نورو هیوادونو څخه د ملاتړ بېړنۍ غوښتنه کوي. دغه هیواد ته یوازي د روان میلادي کال له پېل راهیسي تر سلو زرو زیاتو کډوالو چې ډېری یې د شمالي افریقا دي، د مدیترانې سمندرگي له لاري ځانونه ور رسولي دي. ایټالیا په یوازي سر د مدیترانې سمندرگي څارل او همداشان په دومره لوی شمیر کې د کډوالو منل له حده وتلی کار بولي. اوس اروپایي ټولنه غواړي چې د ایټالیې له حکومت سره د پولي د ساتلو په نامه یو ماموریت پيل کړي، او په دې سره د ایټاليا له حکومت سره مرسته وکړي.

د «فرونټېکس پلس» په نوم ماموریت

د اروپایي ټولني د کورنیو چارو کمېساري سیسلیا مالمشتروم، او د ایټاليا د کورنیو چارو وزیر انگېلینو الفانو، په بروکسل کې تر ملاقات وروسته ویلي دي چې د (Frontex Plus) په نوم عملیات به د اروپایي ټولني د پولو د ساتونکي آژانس (Frontex) په چوکاټ کې د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې پېل شي.

ایټالیا غواړي چې دغه نوی ماموریت «فرونټېکس پلس» د «ماري نوستروم» په نوم د کنترول او ژغورني ماموریت ځای ونیسي، چې میاشتنی لگښت یې نهه میلیونه یورو ته رسیږي.

د «ماري نوستروم» په نوم ماموریت د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغې پېل شو چې یوازي د څو ورځو په موده کې په مدیترانې سمندرگي کې تر ۳۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مالمشتروم، دا خبره په څرگند ډول کړې ده چې لا هم د کډوالو له اصلي ټاټوبو سره د ایټاليا د حکومت یوه ځانگړې بوختیا اړینه ده.

ژغورل سوي کډوال
ژغورل سوي کډوالانځور: picture alliance/ROPI

له اروپایي ټولني د خواخوږۍ غوښتنه

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو کمېساري مالمشتروم، د دغي ټولني پر غړو هیوادونو باندي د یوه پراخ ملاتړ غږ کړی دی. د هغې په وینا دا ځکه چې د نوي ماموریت اقتصادي تمویل او همداشان پراختیا لا معلومه نه ده. نوموړي کمېساري پر دې خبره ټینگار کړی دی چې «د فرونټېکس پلس، بریا د اروپایي ټولني په ۲۸ غړو هیوادونو پوري تړلې ده.»

په عین وخت کې مالمشتروم، پر دې خبره انتقاد کړی دی چې یوازي د اروپایي ټولني لسو غړو هیوادونو ډیر کم شمیر کډوال منلي دي. د هغې په وینا دغه موضوع په اروپایي ټولنه کي شخړه ییزه ده.

مالمشتروم، په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې اداره به یې هڅه وکړي چې د فرونټېکس بودجې ته د پیسو په لېږلو سره نوي ماموریت فرونټېکس پلس، ته لاره پرانیزي. خو هغې په عین وخت کې د اروپا د پولي د ساتلو له پاره د پیسو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

الفانو، هم ورته یوه غوښتنه تکرار کړې ده او ویلي یې دي: «موږ به د لا ډیرو پېسو غوښتنه وکو. موږ باید د فرونټېکس، بودجه لا پسې پیاوړې کو او له دې لاري د اروپايي ټولني له پارلمان سره کار وکو.»

د اروپایي ټولني کمېسیون د معلوماتو له مخي په اوسني وخت کې د فرونټېکس له پاره تر ۲۰۲۰م کاله پوري هر کال ۸۰ میلیونه یورو په پام کې نیول شوي دي.

په مدیترانې سمندرگي کې د۱۸۰۰ کډوالو مرگ

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې تر ۱۸۰۰ زیات کډوال د سفر پر مهال یا په اوبو کې غرق شوي او یا یې هم د کډوالۍ په نورو پيښو کي وژل سوي دي. زیاته شوې ده چې له دغي جملې څخه ۱۶۰۰ کسان یوازي له جون میاشتي راهیسې د پېښو قربانیان شوي دي. په تیرو څو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ کډوال په بیړیو کې د سفر کولو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اروپا پر لور په کښتيو کې د دغه خطرناک سفر پېل زیاتره وخت له لېبیا څخه کيږي. په دغه هیواد کې خراب امنیتي وضعیت د انسانانو د قاچاق کیدو امکانات آسانه کړي دي.