1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مراد کورناض کيس او د هغه تاثرات

۱۳۸۵ دی ۲۹, جمعه

د آلمان ليبرال دموکرات گوند (FDP) د آلمان مېشت ترکي تبعه مراد کورناض تر څرگندونو وروسته د هغه په کيس کې ښکېلو کسانو باندې د استعفا ورکولو غږ کړی دی. مراد کورناض د 2001 م کال په پای کې په پاکستان کې نيول شوی او بيا گوانتانامو ته انتقال شوی و.

https://p.dw.com/p/DKK9
د کورناض کيس ښايي چې د آلمان په لوړپوړو چارواکو باندې تاثر ولري
د کورناض کيس ښايي چې د آلمان په لوړپوړو چارواکو باندې تاثر ولريانځور: AP
اوس د آلمان د بهرنيو چارو د اوسني وزير فرانک والتر شتاينماير چې هغه وخت د لومړي وزارت د اداري چارو رئيس و او د هغه مهال د کورنيو چارو وزير اتو شيلي (دواړه سوسيال دموکرات گوند ته منسوب دي) په وړاندې داسې ادعاوې راپورته شوي دي چې گواکې د امريکې حکومت ورته د 2002 کال په مني کې د مراد کورناض د خوشي کولو وړانديز کړی و. خو کورناض د 2006 م کال تر اگست مياشتې پورې په گوانتانامو کې پاتې کړای شو.
د آلمان د عدلي چارو پخوانۍ وزيرې لويتهويزه شنارنبېرگر د فرانکفورتر روندشاو ورځپاڼې ته وويل چې »کله چې دا خبره رابرسېره شي چې چا هغه مهال د دې مسووليت په غاړه درلود، بيا هغه نفر په خپله چوکۍ باندې نه شي پاتې کېدای.«