د مرسي بريا او ناکامي
۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبهد امريکا متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزارت وياند پېتريک وېنترېل د مصر د اساسي قانون په هکله ويلي دي: «په مصر کي د ديموکراسۍ راتلونکې پر نوو ديموکراتيکو اصولو د يوه پراخ بنسټه تفاهم له رامنځته کېدلو سره تړلې ده.» امريکا له هغه وروسته دا غبرگون ښکاره کړ، چي په مصر کي د اساسي قانون پر سر د تر سره سوي رېفرندم يا ټولپوښتنې پايلي اعلان سوې.
د دغو پايلو له مخي تقريباً ۶۴ فيصده رايه اچوونکو د اساسي قانون په حق کي رايي اچولي دي. خو په دغه ټولپوښتنه کي د ونډه اخيستنې کچه صرف ۳۳ فيصده وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وېنترېل زياته کړې ده: «مصر يو داسي پراخ بنسټه حکومت ته اړتيا لري چي موجودو ستونزو ته جواب وويلای سي.» د هغه په وينا د يوه ټاکل سوي ولسمشر په توگه مرسي «ځانگړی مسئوليت» لري چي اعتبار زيات کړي او د «سياسي پروسې د پرمختگ» له پاره کار وکړي.
د وياند په وينا د مصر يو شمېر کسان د نوي اساسي قانون د مادو په هکله اندېښنې لري.
اشتون د رغنده خبرو اترو غوښتنه کوي
د متحده ايالتونو په څېر اروپايي ټولني هم د مصر د نوي اساسي قانون په هکله محتاطانه خبري کړي دي. د ارپارويي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولي کاترين اشتون په بروکسل کي ويلي دي: «زه دا په پام کي نيسم چي د رايه اچوونکو اکثريت د دغه اساسي قانون په حق کي رايي اچولي دي. زه دا هم په پام کي نيسم چي د رايه اچوونکو کچه يوازي ۳۳ فيصده وه.»
اشتون زياته کړه چي «ولسمشر مرسي بايد پر ديموکراسۍ باندي د اعتبار او اعتماد زياتولو له پاره کوښښ وکړي.» هغې د مصر پر ټولو اړخونو ږغ وکړ، چي په رغنده خبرو اترو کي ونډه واخلي. هغې زياته کړه، چي اروپايي ټولنه په مصر کي د ديموکراسۍ ملاتړ کوي.
د مرسي خپلسره اقداماتو ناخوښي رامنځته کړې
د مرسي په هکله د هغه په خپله سياسي ډله کي هم پوره اعتماد نه دی موجود. دا له هغي خبري څخه څرگنديږي چي له مخي يې د مخابراتو وزير هاني محمود له خپلي دندې استعفا کړې ده.
دا خبر د مېنا خبري آژانس ورکړی دی. د آژانس په خبر کي د دغه وزير د تويتر د يوه پېغام يادونه هم سوې ده، چي له مخي يې دغه وزير يوه مياشت ترمخه لا خپله استعفا وړاندي کړې وه.
د آژانس په وينا، هغه د خپلي استعفا دليل په تويتر کي داسي وړاندي کړی وو«د حکومت کولو اوسنۍ طريقه» په زياته بيا«د هيواد په اوسني حالت» کي د ده د ناخوښۍ سبب سوې ده.
له قاضيانو سره د لانجې پر سر د مرسي ۱۷ مشرانو هم مستعفاوي کړي دي، چي ځینو يې ويلي ول، چي مرسي د دوی له مشرو پرته اقدامات کړي دي.