1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرسي پر ضد محاکمه بيا وځنډېده

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۸, چهارشنبه

د مصر د پخواني جمهور رييس محمد مرسي د محاکمې دوهمه غونډه په دغه هيواد کي د خرابي هوا له کبله وځنډول سوه. د پوځ له خوا پر راپرځول سوي مرسي باندي د خپلي واکمنۍ پرمهال د مظاهره کوونکو د وژلو تورونه لګول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Amvg
Ägypten Verbot der Muslimbrüder
انځور: Reuters

قاهرې ته د محمد مرسي راتګ څو ساعته وخت ونياوه. نور تورن کسان په يو پوځي هليکوپتر کي دمخه لا د پلازمېني د پوليسو اکاډمۍ ته چي محکمه پکښې ترسره کيږي انتقال سوي ول. خو د خرابي هوا له کبله د اسکندريه له يوه زندان څخه د مرسي را انتقالول ممکن نه ول. اوس نو په پلان کي ده چي د فيبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه به دوهمه محاکمه پيل سي.

مرسي تر اوسه پوري وايي چي جمهور رييس دی

پر مرسي او ۱۴ نورو کسانو باندي تور لګول کيږي چي تير کال يې د جمهوري رياست مخ ته د اعتراض کوونکو د وژلو لارښوونه کړې وه.

د مرسي او د هغه د پلويانو محکمه د تير کال په نوومبر مياشت کي پيل او له هغه وروسته وځنډېده چي مرسي په محکمه کي په لوړ آواز وويل چي هغه اوس هم د دغه هيواد قانوني جمهور رييس دی.

مرسي د تيرکال په جولای مياشت کي له هغه وروسته د پوځ له خوا را وپرځول سو چي د حکومت پرضد يې خونړيو مظاهرو نورهم زور واخيست.

د محکمې مخ ته د مرسي د پلويانو اعتراضونه
د محکمې مخ ته د مرسي د پلويانو اعتراضونهانځور: Reuters

اخوان المسلمين د تروريست سازمان په توګه اعلان سو

حتی اوس هم د مرسي د پلويانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته کيږي. هغه د مصر لومړی انتخابي جمهور رييس دی. مرسي د مصر د اسلامي عدالت او آزادۍ (FJP) په ګوند پوري چي د اخوان المسلمين يو سياسي ښاخ دی اړه لري.

اخون المسليمن د تيرکال په دسمبر مياشت کي د مصر د پوځ له خوا د یوه تروريستي سازمان په توګه اعلان سو.