1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مزارشریف امنیتي مسولیت افغانانو ته وسپارل سو

۱۳۹۰ مرداد ۱, شنبه

د ناتو تر مشرۍ لاندي د المان د ایساف ځواکونو نن د بلخ د ولایت په مرکز، مزارشریف کی امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته وسپارل. د بلخ والي د انتقال د پروسي هرکلی وکړ خو په اوږد مهال کي يي د ننګونو کواښ ورکړ

https://p.dw.com/p/122E3
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

د بلخ والی، عطا محمد نور، د مسوولیت د انتقال څخه هرکلی وکړ او وویل:

«مونږ پوهیږو چي دا غوره نه ده چي زمونږ د هیواد د پوځي او امینتي دروند پیټی تل زمونږ د بهرنیو ملګرو په اوږو بار پاتي شي.»

وروسته له لس کلونو د تیري اونۍ څخه را په دي خوا له یو پلان سره سم د افغانستان په اوو سیمو کي د امنیتي مسولیتونو د انتقال بهیر پیل شو.

په لومړی سر کي بامیان، لغمان، هرات او نن په مزارشریف کي د دغه بهیر د عملي کولو لپاره ځانګړي مراسم ونیول شول.

د افغانستان په شمال کي د نړیوال امنیتي مرستندوي ځواک ایساف په چوکاټ کي د المان پوځ د امنیت په ساتلو کي مرسته کوي. مزار شریف د هغوی د قوماندۍ مرکز دی.

د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر تر 2014 کال پوري دوام کوي. وروسته له دغي مودي امنیتي مسوولیت په بشپړه توګه افغانانو ته سپارل کیږي او په دي ترتیب د امریکا متحده ایالاتو او د ناتو تر مشرۍ لاندي د آیساف ځواکونو جنګی ماموریت پای ته رسول کیږي.

ډیری افغان ولسي وګړي شک لري چي د هغوي د هیواد ملی اردو او ملی پولیس دي وکړای شي په یواځیتوب سره د امینت ساتنه وکړی. د بلخ والی هم اعتراف وکړ چي په دي لاري کي ستري ننګوني په مخکي پرتي دي.

هغه وویل چی ښایی په لڼده مهال کی له زیاتو ستونزو سره مخامخ نه شو. نور زیاته کړه:

«خو په جګړي کي د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کونکو د تکتیکونو په پام کی نیولو سره چی له غیر سنتي، نا منظمو او چریکي میتودونو څخه کار اخلي او د هیواد نخبه ملکي او پوځي شخصیتونو په وژلو لاس پوري کوي، مونږ په اږدي مودي کي له سترو ننګونو سره مخامخ کوي.»

که څه هم مزارشریف د افغانستان یو له ډیرو آرامو ولایتونو څخه شمیرل کیږي خو تیره اونۍ دغه ښار یو چاودني ولرزوه چی ډیری مرګ ژوبله يي هم رامنځ ته کړه.

آژانسونه: عبدالباری حکیم
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب