1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مزار شريف پيښي په اړه نړيوال غبرگونونه

۱۳۹۰ فروردین ۱۳, شنبه

په نيويارک کي د ملګرو ملتو د امنيت شورا عاجله غونډه دايره کړه او په مزار شريف کي يي د ملګرو ملتو د کار کونکو وژل وغندل او له افغان حکومت څخه يي وغوښتل چي د پيښي عاملين عدالت ته کش کړي.

https://p.dw.com/p/REqJ
په نيويارک کي د ملگرو ملتونو مرکزي دفتر
په نيويارک کي د ملگرو ملتونو مرکزي دفترانځور: AP

د ملګرو ملتو د امنيت شوري پرون ناوختي د افغانستان په شمال کي د هغه سازمان په يو دفتر باندي د خونړي هجوم څخه وروسته چي په نتيجه کي 12 کارکونکي ووژل شول او يو شمير نور يي ټپيان شول، بيړني غونډه دايره کړه.

په غوڼده کي د ملګرړو ملتو د کارکونکو وژل وغندل شول او له افغان حکومت يي وغوښتل چي مجرمين د عدالت په وړاندي ودروي او دملګرو ملتو د کارکونکي امنيت په خوندی ساتنه کی له هیڅ ډول زیار څخه سپما ونه کړي.

له غوندي څخه مخکي د ملګرو ملتو وياند، فرهان حق د هغه سازمان د عمومي منشي خواشيني او غندنه څرګنده کړه:

« دا زمونږ ټولو لپاره يوه سخته او دردونکي شيبه ده. د خواشيني خبره ده چي د ملګرو ملتو کار کونکي وژل کيږي. عمومي منشي بان کي مون سخت خفه شوي دی او دغه حمله يي د بي همتو کسانو د عمل په توګه غندلي ده.»

د امريکا متحده ايالاتو ولس مشر بارک اوباما په ډيرو سختو الفاظو سره غبرګون ښکاره کړ او دا عمل يي وغانده. دا چي په امريکا متحده ايالاتو کي د يو مسیحي ملا له خوا د قرآن کريم د سوځولو له امله په افغاسنتان کي يو لړ احتجاجونه راپاريدلي دي او په مزار شريف کي د احتجاج کونکو مظاهره په يوي خونړي پييښي بدله شوه، د متحده ايالاتو ولس مشر په ټولو اړخونو باندي د زغم لپاره غږ وکړ. هغه وويل: « مونږ پر زغم او چوپتيا ټينګار کوو، له ټولو اړخونو څخه غواړو چي په زور زيايتو لاس پوري نه کړي او اختلاف په ديالوګ او خبرو اترو سره حل کړي.»

د بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد وويل چي د قرآن کريم د سوځولو ضد مظاهره پرون په مزار شرزيف کي په خونړي پيښي بدله شوه. هغه وويل د جمعي په ورځ له يو جومات څخه يو لاريون پيل شو، خو کله چي لاريون کونکي د ملګرو ملتو دفتر ته نژدي ورسيدل، هغوي په زور زياتيو لاس پوري کړ.

هغه زياته کړه چي په افغانستان کي د ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون ځانګړي استازي، ستيفان ديموستورا مزار شريف ته رسیدلی او وضعيت له نژدي تر پلټني لاندي نيولي دي.

د آلمان د خبر آژانس د یو رپوټ له مخی په بهرنیو وژل شوو کارکونکی کی یو ناوریژی او یو سویدنی هم شامل دی. د رپوټونو له مخی د افغان امنیتي ځواکونو د ډزو په نتیجه کی پنحه تنه مظاهره کونکی هم وژل شوی او 20 تنه نور ټپیان شوی دی.

په مزار شریف او د افغانستان په ځینو نورو ولایاتو کی احتجاجونه وروسته له هغی رامنځ ته شول چی په امریکا متحده ایالاتو کی د یو مسیحی ملا له خوا د مسلمانانو آسمانی کتاب وسوځاوه.

د مارچ په يو ويشتمه کله چي په افغانستان او د منحني آسيا په نور هيوادونو کي د نوي کال لومړي ورځ د نوروز په توګه لمانحل کيده، د امريکا متحده ايالاتو د فلوريدا په ايالت کي يو مسيحي ملا، Wayne Sapp ، په يوي کليسيا کي د مسمانانو د اسماني کتاب په سوځولو لاس پوري کړ.

دغه عمل د امریکا په دننه او په نړی کی د مسلمانو او غیر مسلمانو کړیو له خوا د یو «لمسونکی» عمل په توګه غندلی شوی دی.

عبدالحکيم باري / آژانسونه

کتونکی: احمدولي اڅکزی