1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مزار شریف په ښار کې ۱۵ سړکونه ډمبريږي

۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه

د بلخ د ښاروا لۍ چارواکي وایي چې د ښار په دننه کې ۱۵ سړکونه ډمبريږي چي کار به ئې د روان کال تر پایه پوري ختم شي. د دغو پروژو لگښت د ښاروالي له عوایدو څخه تمویلیږي.

https://p.dw.com/p/13t2v
په تیرو څو کلونو کې د افغانستان مختلفې سیمې د لویو سرکونو پواسطه یو له بل سره نښلول شوي دي.
په تیرو څو کلونو کې د افغانستان مختلفې سیمې د لویو سرکونو پواسطه یو له بل سره نښلول شوي دي.انځور: DW

په مزار شریف کې د بیا رغاونې د پروگرامونو په ترڅ کې دا ځل د ښار په دننه کې د ۱۰هاوکیلومترو سرکونو د سفالت او ډمبر کیدو پلان تر لاس لاندی دئ. د مزار ښاروال محمد یونس مقیم وایي چې د روان کال د ښاروالی د عوایدو یوه برخه په ښار کې دننه د سرکونو او واټونو د ډمبر کیدو له پاره ځانګړې شوې چې ژرتر ژره به ئې کار پیل او د روان کال تر پایه به ئې کارونه سر ته ورسیږي.

« په روان کال کې کابو ۲۰۰ میلیونه افغانې موږ د ښار د سرکونو د ډمبر کیدو له پاره د ښاروالی له بودجې څخه ځانگړې کړي او دغه پیسې د مرکز له خوا منظورې شوې هم دي.»

له بلی خوا بیا د مزار اوسیدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د بیا رغاونې په برخه کې له تر سره شوو او روانو کارونو رضایت لري خو د سرکونو د کیفیت په برخه کې دولت په نه پاملرنې تورنوي. د مزار شریف یو تن اوسیدونکی شاه ولی وایي:

« په مزار شریف کې د بیا رغونې کارونه ښه دئ، ښار ډیر ښایسته شوی خو هغه سرکونه چې په تیرو کلونو کې ډمبر شوي د لږ وخت په تیریدو سره بیرته ویجاړ شوي او یایی هم قیر چاودلای دئ.»

همداشان د مزارشریف یو بل تن اوسیدونکی سخی ګل هم ورته نظر لري او زیاتوي: « له دا رقم جوړیدو نه ئې نه جوړیدل ښه دي، پیسی مصرفیږي مګر بې ځایه. زما هیله دا ده چې د سرکونو د ډمبر او سفالت پر مهال کیفیت هم باید په پام کې ونیول شي.»

خو د مزار ښاروال محمد یونس مقیم وایي، هغه سرکونه چې په ښار کې دننه د ښاروالی له خوا جوړ شوي کیفیت ئې لو ړ دئ. هغه زیاته کړې چې تر دې وروسته هم کوم سرکونه چې شرکتونو ته د جوړونې له پاره ورکول کيږي، کیفیت او کار به ئې د ښاروالی تر څارنی لاندې وي.

په مزار شریف کې د سرکونو او واټونو د ډمبر کیدو په برخه کې د ښاروالی له خوا دغه نوی قدم په داسې حال کې پورته کیږي چې د ښار په زړه کې د زړو ساختمانونو د نړیدو کارونه هم پیل شوي او په پام کې ده چې دغه ودانۍ به د پارکنګ په درلودلو سره په عصري او معیاري ډول جوړ شي.

عبدالحمید صافی/ مزارشریف
کتونکی: سید ریاض