1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسعود د مړينې لسمه کليزه ترټينګو امنيتي تدابيرولاندي

۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعه

د افغانستان د شوروي ضد مقاومت او د طالبانو سرسخت مخالف قوماندان احمد شاه مسعود د مړيني سږني کاليزه کي ولسشمر حامد کرزي ګډون نه درلود. د مسعود د ګوند ملګرو او نور پلويانو له هغه څخه د «افغانستان د اتل» په توګه يادون وکړ

https://p.dw.com/p/12WOG
د شوروی ضد مقاومت د دوری وژل شوی قوماندان احمد شاه مسعود
د شوروی ضد مقاومت د دوری وژل شوی قوماندان احمد شاه مسعودانځور: AP

د  احمد شاه مسعود مړيني لسمه کليزه د جمعې په ورځ  ولمانځله شوه. مسعود يو له هغو کسانو څخه وو چې د طالبانو د واکمني پر ضد يي  د ژوند تر پايه مقاومت وکړ.

که څه هم د هغه د مړيني د کليزې د مراسمو د امنيت د خوندي ساتني لپاره په کابل کي 2000 پوليس ګمارل شوي ؤ،  افغان ولسمشر، حامد کرزي، په دغو مراسمو کې ګډون و نه کړ. هغه په تيرو کلونو په داسي لمانځني کې ګډون درلود.  په دي هکله چي  کرزي  په دغو مراسمو کي  ولي ګډون ونه کړ، څه ويل شوي نه دي. 

خو د ولسشمر لومړي مرستيال، محمد قسيم فهيم چي د مسعود د ګوند غړي دي د هغه د وژل کيدو د لسمي کاليزي په لمانځني کي له خپلو يو شمير نورو ګوندي او خواخوږو سره ګډون درلود. فهيم په خپلي وينا کي، په داسي حال کي چي ژړا ورغلي وه مسعود  « دافغانستان يو ملي قهرمان او د خپل هيواد مدافع وګاڼه.» . دغه مراسم د کابل په يو ښونځي کي نويل شوي ؤ.

ځيني کارپوهان په دي نظر دي چي مسعود قصدا د القاعدي د شبکي له خوا د سپتمبر د يولسمي څخه مخکي  ووژل شو تر څو د طالبانو مشر ملا محمد عمر له دغي شبکي څخه په  نيويارک کي په دوو تجارتي برجونو باندي د حملو څخه وروسته هم خپل ملاتړ دوام ورکړي.

خو ځيني نور بيا استدالال کوي چي مسعود د ملا عمر په امر په داسي وخت کي ووژل شو چي طالبانو غوښتل د مسعود شمال نومي ايتلاف  په بشپړه توګه له مينځه يوسي، پرته له دي چي نوموړي خپله  د القاعدي د سپتمبر د يولسمي له پلان څخه خبرتيا ولري.

د شمال ايتلاف په 2001 کال کې امريکايې ځواکونو سره لاس يو کړ ترڅو د طالبانو رژيم نسکور کړي.

که څه هم د طالبانو رژيم نسکور شو ، خو له لس کلونو را په دي خوا په افغانستان کي د جګړي لړي دوام پيدا کړي دي.

د مسعود د مړينې کليزه په داسي حال کې لمانځل کيږي چې افغانستان ته د متحده ايالاتو سفير په څپلي يو وينا کي وويل: طالبان بايد د جګړې په ډګر کې لا ډير وځپل شي ترڅو د افغانستان د سولې بهير مخ په وړاندې ولاړ شي.

افغان حکومت او نړيوال ملګرې يې هيله لري چې په هيواد کې د سولې خبري اتري او طالبانو سره جګړې موازي پرمختګ وکړي خو اوس دواړه دا خبر مني چې د افغانستان د سولې بهير له هغه څه چې انتظار يې کيده ډير ورو پرمختګ کړي دي.

افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو سفير، راين کروکر، هم ويلې چې د حامد کرزې د سولې د عالې شورا هڅو چې غواړې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سره روغه جوړه وکړې هم کومه خاصه پايله نه درلوده. دا په داسې حال کې ده چې نور امريکايې چارواکې وايې چې د ټيټ پوړو طالبانو سره خبري اتري هم ډير ورو پر مختګ کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم