1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسلمانانو شورا په آلمان کې د مسلمان برید ګرو تدفین رد کړی

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

آيا د ورڅبورګ او انزبخ د برید ګرو جسدونه به په آلمان کې ښخ شي؟ د مسلمانانو مرکزي شورا په دې اړه انتقادي نظر لري. خو د دغو دوو ځوانو مسلمانانو مړي لا تر اوسه هم د تحقیق له پاره له پولیسو سره دي.

https://p.dw.com/p/1Ja3R
Moscheegemeinden engagieren sich für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا د ارزونو پر اساس د دې احتمال شته چې په یوه اسلامي هدیره کې د ورڅبورګ او انزبخ د برید ګرو د خښولو مخه ونیوله شي.

د مسلمانانو د مرکزي جرګه ګۍ د بایرن ایالت مشر محمد ابو القمصان، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه په بایران ایالت کې داسې کومه پیښه نه وه رامنځته شوې نو معلومه نه ده چې مسلمانان به په دې هکله څه تصمیم ونیسي.

خو ابو القمصان په دې باوري دی: «که چیري د مسلمانانو له خوا د یوه ځانمرګي برید ګر د جنازې او ښخولو غوښتنه وشي نو حتماً به دا د دې جرګه ګۍ د مشرتابه هيئت ترمنځ د بحث ستره موضوع وي.»

هغه خپله په دې نظر دی چې په اسلامي طريقه د مسلمانانو په یوه هدیره کې دي د برید ګرو له خښولو څخه ډډه وشي. د ده په آند په داسې مواردو کې د مړي کورنۍ له دې پرته بله چاره نه لري چې خپل مړی په یوه عمومي هدیره کې خاورو ته وسپاري.

دا به هم درته په زره پوري وي:

دوې اوونۍ تر مخه په بایرن ایالت کې یوه ۱۷ کلن مهاجر په یوه ریل ګاډي کې څو کسان په تبر او چړو سخت ټپيان کړل او دی بیا خپله د پولیسو له خوا په ‌ډزو ووژل شو. دا تن په آلمان کې د افغان په توګه راجستر شوی وو خو تر برید وروسته یې بیا د هویت په اړه شکونه پیدا شول.

همدا راز یوه اوونۍ تر دمخه په انزبخ کې یوه ۲۷ کلن سوریايي د میوزک د یوه فیستیوال پر وخت یوه بمي چاودنه ترسره کړه چې دی خپله هم پکښې ووژل شو. په دې برید کې ۱۵ تنه ټپيان شول.

تر اوسه هم معلومه نه ده چې دا دوه برید کوونکي به څه وخت خاورو ته وسپارل شي. په کارلس روهه ښار کې د آلمان د فدرالي څارنوالۍ يوه ویاند وویل چې د دغه دوو برید ګرو مړي تر اوسه هم د پلټنو په موخه له مامورینو سره دي.

په دې منځ کې د ورڅبورګ د ناحیې اداره د ۱۷ کلن ځوان د ښخولو د مراسمو په اړه فکر کوي. دا باید روښانه شي چې د پولیسو له خوا د جسد تر سپارل کیدو وروسته څه باید وشي.

د ورڅبورګ ناحیې د ادارې ویاندي وویل: «چیرته او د کومو معیارونو پر اساس به دی خارو ته سپارل کیږي او دا چې د ښخولو لګښت به يې څوک پر غاړه اخلي؟»

د ورڅبورګ څارنوال باردو بکرت، تیره اوونۍ وویل چې د ورڅبورګ د برید کوونکي د کورنۍ احتمالي غړو په کابل کې د آلمان سفارت ته مراجعه کړې او غوښتنه یې کړې چې د هغه مړی دي افغانستان ته انتقال کړل شي.

د ورڅبورګ د ښار ویاندې د انزبخ د برید کوونکي د ښخولو د څرنګوالي په اړه کوم ځانګړي معلومات ور نه کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل