1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو او وارسا اړيکي د خړپړتيا سره مخامخ دي

۱۳۸۹ دی ۲۴, جمعه

روسيي د پولنډ د پخواني وژل سوي ولسمشر، کاژيسنکي، د سپرلي د الوتکي د نسکوريدو د پيښي ملامتيا د پولند د هوايي ځواک پر قوماندان اچولې ده. د پولنډ محافظه پالان دا نه منی. د پولنډ لومړی وزير د روسيي د پلټني رپوټ نيمګړي ګني.

https://p.dw.com/p/QsLt
د روسيې او پولند مشران په وارسا کي د 2010 کال په دسمبر کي د همکاري د يو تړون د لاس ليک کولو پر مهال
د روسيې او پولند مشران په وارسا کي د 2010 کال په دسمبر کي د همکاري د يو تړون د لاس ليک کولو پر مهالانځور: picture alliance / dpa

د پولند د هوايي ځواک د مړه شوي قوماندان ميرمن، ايوا بلازيک وروسته له هغي سخت په غوصه شوه چي روسيي د پولند د پخواني ولسمسر مشر د سپرلي د يوي الوتکي د نسکوريدو د پيښي پًه هکله خپله پلټنه بشپړه کړه او مسووليت يي د نوموړي قوماندان په غاړه واچوله.

د پنجشنبي د ورځي د ورځپاڼو رپوټونه د ميرمن ايوا بلازيک لپاره د زغملو وړ نه وو. تقريبآ ټولو ورځپاڼو د هغي د خاوند انځورونه د هغو مړو په کتار کي چاپ کړي وو چي د سمولنسک په سيمه کي د يوي الوتکي د نسکوريدو قربانې شوي ؤ او داسي رپوټونه يي خپاره کړي چي روسيې د هغي خاوند د پيښي اصلي مسوول ګڼي .

د روسيي کارپوهانو د خپلو څيړنو څخه وروسته ويلې دي چي د پولنډ د هوايي ځواک مشر په هغه وخت کي چي د پخوانې ولسمشرد سپرلي الوتکي پيلوټ ته يي د الوتکي د کښينولو امر ورکړ د الکهول د څکلو له امله نشه وو. ايوا بلازيک دغه تورونه د خپل خاوند په حق کي بي حرمتي بولې.

هغي وويل: «زما په فکر دا د روسانو د سپکاوي ډوله کوښښ دي چي غواړي په دي توګه زما د خاوند څخه په ښه نوم يادونه ونه شي ،هغه يو ډير ښه قوماندان وو چي په پولنډ او د ناټو په دننه کی ورته ډير درناوي کيده. د پولنډ حکومت بايد د خپلو افسرانو د حيثيت څخه دفاع وکړي، په خاصه توګه هغه وخت چي دوي خپله په دي برخه کي څه کولاي نه شي.»

د پولنډ لومړي وزير دونالد توسک د چارشنبي د ورځي را په دي خوا د مخالفينو د دا ډول نيوکو سره مخامخ دي. محافظه کارن وايي چي لومړې وزير ځان د روسيي «ګوډاګي» جوړ کړي او د دغي الوتکي د غورځيدو د تحقيق موضوع بايد يواځي روسيي ته يي نه وايي پرييښي . توسک د پنجشنبي د ورځي په يوي خبري ناسته کي وويل چي دي هم د روسانو د دي رپوټ سره موافق ندي.

هغه وويل: « د پولنډ له نظره دا رپوټ مکمل نه دي . مونږ د شيکاګو د تړون په اساس له روسيي سره د خبرو اترو وړانديز کوو ترڅو په ګډه د يو رپوټ په جوړولو سلا وکړو . که مونږ يوي موافقي ته ورسيږو او که نه، مونږ به ډير ژرخپل رپوټ په دي اړه وړاندي کړو چي زمونږ له نظره د الوتکي د غورځيدو اصلې سبب څه وو.»

د پولنډ د کورنيو چارو وزير يژي ميلر اعلان کړي دي. چي په راتلونکي اونۍ کي به هغه ثبت شوي کيست نشر کړي چي د سمولنسک هوايي ډګر د کنترول غږ پکي ثبت شوي دي. هغه زياته کړه چي د دي کيسټ د محتوا څخه دا څرګنديږي چي د کنترول مرکز د يو لوړپوړي چارواکي د موجوديت له امله مغشوش شوي او فکر يي ګډوډ شوي ؤ. د روسيي په رپوټ کي د پولنډ د مسوولينو د احتمالي بي پروايي کومي اشاري چي شوي وي، بي ارزښته بلل شوي دی.

د نوموړي پيښي په هکله د روسيي د يو اړخيز دريځ باندي د نيوکو سره سره د بولند لومړي وزير خبرداري ورکړ چي له ماسکو سره په دي وروستيو وختو کي ښيي شوي اړيکي بايد ترپوښتني لاندي ونه نيولي شي.

نوموړي وايي : « د څو مياشتو راهيسي د پولنډ او روسيي د مناسباتو د ښه کيدو کوښښونه روان دي چي د دي جملي څخه د پولنډ ټاپو وزمي، ويستر پلات ته د روسيي د لومړي وزير ولاديمير پوتين سفر وو او د کاتين د وژل شوو قربانيانو څخه په شريکه توګه يادونه وه. د سمولنسک مايوسه کونکي پيښه بايد د روسيي او پولنډ د مناسباتو د خرابيدو سبب نه شي. »

خو مخالفين د ډيري مودي څخه د پولنډ او روسيي د مناسباتو په نژدي کيدو شکمن دي. که چيري دا ثابته شي چي د پولنډ لومړي وزير د روسانو فريب خوړلي دي، نو پدي صورت کي به د وژل شوي ولسمشر ورور، چي د اوسني حکومت د ستر مخالف کوند مشر دي، د پولنډ د راتلونکي مني په پارلماني ټاکنو کي به ډيرځواکمن شي .

لودګرکازميرژاک/ شمس الرحمن ناصر

کتونکی: عبدالباری حکيم