1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو په غونډه کي له طالبانو کومه غوښتنه سوې؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۵, جمعه

په مسکو کي د افغانستان په اړه نړيوالي غونډي گډون کوونکو پر طالبانو ږغ کړی دی چي له افغان چارواکو سره مخامخ خبري اتري پيل کړي.

https://p.dw.com/p/2bFP6
Russland Moskau Kreml Winter Eis Schnee Kälte
انځور: picture alliance/dpa

د روسيې انترفکس خبري آژانس د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت په حواله ليکلي دي چي د جمعې په ورځ (۲۰۱۷م کال د اپريل ۱۴مه) په مسکو کي د افغانستان په اړه د نړيوالي غونډي گډون کوونکو له افغان طالبانو څخه غوښتي دي چي له کابل سره مخامخ خبري اتري پيل کړي.

د دغي نړيوالي غونډي د پايلو په اړه په هغه خبر پاڼه کي چي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په انترنيټ پاڼي کي د رسنيو له پاره خپره سوې ده، راغلي دي: «د طالبانو غورځنگ له مشرتابه څخه وغوښتل سول چي د جنگ پرځای دي د ملي پخلايني لاري په خپلولو سره له افغان چارواکو سره مخامخ خبرو اترو ته کښېني».

په خبرپاڼه کي زياته سوې ده چي د غونډي کډون کوونکي «سره سلا سوي دي چي د مسکو په شان مشورتي غونډو ته دي دوام ورکړل سي».

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې ده: «د مشورتي غونډي گډونوالو پر نړيوالي ټولني ږغ وکړ، چي په افغانستان کي ملي پخلايني ته د رسېدو له پاره له دغه هيواد سره هراړخيزي مرستي وکړي».

د افغانستان د ستونزي د حل په موخه د مسکو په کوربه توب د مشورتي غونډو لړۍ په دې غونډه کي د افغانستان، هندوستان، ايران، قزاقستان، قرغزستان، چين، پاکستان، روسيې، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو او ځانگړو استازو گډون کړی وو.

په خبرپاڼه کي راغلي دي: «دې غونډي ته امريکا متحد ايالات هم رابلل سوی وو، خو په نامعلوم دليل ئې په غونډه کي گډون و نه کړ».

تر دې غونډي مخکي د روسيې جمهوررئيس ولادیمير پوتین د خپل هيواد له يوه راډیو تلويزيون «مير» سره په مرکه کي ويلي ول چي د نړۍ ډېر حکومتونه په يو ډول نه يو ډول له طالبانو سره تماس ساتي او زياته کړې يې ده چي په دغه هيواد کي د يوې ملي اجماع له پاره له ټولو اړخونو سره اړيکو ته اړتيا ده.