1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مس عينک قرارداد ناکامي تهديدوي

وصلت حسرت نظيمي۱۳۹۲ مرداد ۱۱, جمعه

د افغانستان د کانونو ارزښت نژدې درې زره ميليارده ډالره اټکل سوی. د کانونو په برخه کې يو لوی قرارداد د امنيتي دلايلو له کبله د لغوه کېدو له خطر سره مخامخ دی. د هغه احتمالي ناکامي پر اقتصاد باندي ډيره ناوړه اغیزه کوي.

https://p.dw.com/p/19Icz
Image #: 21568075 A local laborer helps excavate part of the mountaintop copper works above the ancient city at Mes Aynak in Afghanistan, which sits on the old Silk Road trading route connecting China and India with the Mediterranean. Matthew C. Rains/MCT /LANDOV
Kupfermine in Mes Aynak Afghanistanانځور: picture alliance/landov

د مس عينک قرارداد په افغانستان کي تر ټولو ستره خارجي پانگونه ده. د «ام سي سي» په نوم د چين يوه دولتي شرکت په ۲۰۰۷ کال کي په لوگر ولايت کي د مس عينک کان د استخراج حق د ۳،۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت ترلاسه کړ. دا په نړۍ کي د مسو يو له سترو کانونو څخه دئ.

چينايانو په دغه کان کي د مسو ټول ارزښت نزدې لس ميليارده ډالره اټکل کړی دی، خو دغه ستره پروژه د امنيتي دلايلو په سبب له ناکامۍ سره مخامخ ده. په تيرو پنځو کلونو کي له دغه کان څخه حتی يو گرام مس هم نه دي استخراج سوي.

د افغانستان د کانونو او صنايع وزير وحيدالله شهراني د دغي پروژې د کار د ځنډېدو يو علت «امنیتي ستونزي» يادوي خو وايي چي په دغه سيمه کي کشف سوي تاريخي آثار چي تقريباً ۱۵۰۰ کاله قدامت لري هم يو خنډ دئ.

د هغه په خبره لومړی بايد دغه تاريخي آثار د لرغون پيژندونکو له خوا يوه خوندي ځای ته انتقال سي. شهراني وايي: «که صادقانه درته ووايم، د «ام سي سي» شرکت له که څرنگه چي بايد فعال وای هغسي نه دی». هغه زياته کړه چي هوډ لري په نژدې راتلونکې کي د دغي پروژې د راتلونکي په اړه له چينايي چارواکو سره خبري وکړي.

د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني
د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهرانيانځور: picture-alliance/dpa

چينايان تراوسه پوري د دغه کان د استخراج په برخه کي پر خپلو ژمنو باندي نه دي بريالي سوي. هغوی بايد د کان د استخراج د پيسو پر تحويلولو سربير، ۸۰۸ ميليونه ډالره حق الامتياز تحويل کړي، د اورگاډي يوه پټلۍ او د برېښنا د توليد يوه ۴۰۰ ميگاواټه دستگاه جوړه کړي.

د ساتلو له پاره پيسې

د «افغانستان د صنايع د شفاف استخراج د ابتکار» بنسټ کار کوونکې زرغونه رسا وايي، چي افغانان اوس پر دغه قرارداد باندي د بيا کتني په تلاښ کي دي: «افغان حکومت د دغه قرارداد په برخه کي د چينايانو له کړو وړو څخه راضي نه دئ». هغه وايي چي حتی د دغه قرارداد لغوه کول هم له تصوره ليري خبره نه ده.

داسي ښکاري چي نه يوازي افغانان، بلکي په خپله چينايان هم د دغه قرارداد په اړه له روان وضعيت څخه راضي نه دي. د «افغانستان د شفافيت څارني» له سازمان څخه جاويد نوراني وايي، چي د چين د «ام سي سي» شرکت دغه پروژه ډيره گټوره نه بولي نو په دې دليل په دغه سيمه کي د بودايي آثارو پيداکېدل د معذرت په عنوان د دغي پروژې په اړه په خبرو اترو کي استفاده کوي.

پر دغو مسايلو سر بيره دريم اړخ هم د پيسو غوښتونکی دئ. نوراني وايي: «اوس طالبان غواړي چي د دغي پروژې په پيسو کي ونډه ولري چي دغه شان يو څه د چينايانو له پاره بېخي ډير دي». د نوراني په باور له بله اړخه امنيتي وضعيت په ډراماتيکه توگه خراب سوی دئ.

د پيکنگ پوهنتون د نړيوالو مطالعاتو مکتب پروفيسر د دغي پروژې احتمالي ناکامي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل ښيي: «په افغانستان کي د قدرت په لاس راوړلو له پاره څو سياسي ډلي جنگیږي، نو د درک وړ ده چي د ام سي سي شرکت په خاص ډول ډير فعال نه دئ».

ليان وايي، ډاډه دی چي هر وخت په افغانستان کي ثبات ټينگ سي، په دغه پروژه کي د پانگوني په گډون به د چين او افغانستان تر منځ همکارۍ دوام و مومي: «له اقتصادي نظر يو پياوړی افغانستان د چين په گټه دئ».

پر پانگونه باندي ستره اغېزه

چين يوازنی هيواد نه وو چي د مس عينک کان د استخراج د حق په لاس راوړلو رقابت ئې کاوه. د بېلگې په توگه قزاقستان د دغه کان د استخراج ښه چانس درلود، خو د اوسپني د پټلۍ جوړول ئې رد کړه. د کارپوهانو په اند که افغانستان اوس په دې برخه کي نور هم جدي اقدام وکړي کيدای سي چي د اوسني قرارداد چانس بيا له لاسه ورکړي.

له (Global Wigness) نړيوال سازمان څخه ستيفن کارتر وايي: «که له چينايي شرکت سره اوسنی قرارداد ناکامه سي، معلومه نه ده چي نور شرکتونه دي د افغانستان له پاره هغه پخواني شرايط وړاندي کړي.» دغه کار پوه په دې باور دی چي په افغانستان کي د ترټولو ستري پانگوني احتمالي ناکامي به په راتلونکې کي په دغه هيواد کي پر پانگوني باندي اغېزه وکړي.

افغان حکومت تلاښ کوي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل اقتصاد د خپلو کانونو په مرسته پر خپلو پښو ودروي او وايي چي د کانونو په سکتور کي پانگونه د دغه هيواد اقتصادي ودي ماشين دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب