1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مس عينک کان تړون له خطر سره نه دی مخامخ

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د مسو د تر ټولو لوی کان (عینکو کان) کار په موقتي توگه ځنډول شوی دی، خو د دغه هیواد د کانونو وزارت هغه اندیښنې بې ځایه بللي دي چې د دغه ستره اقتصادي پروژه له د له منځه تلو په پرخه کي موجودي دي.

https://p.dw.com/p/19XXJ
The remote village of Bonavash, where people are starving, is seen in the mountains of Abdullah Gan region, northern Afghanistan, Monday, Jan. 7, 2002. Besieged by the Taliban and crushed by years of crop-devastating drought, people in the village are dying of hunger. Hundreds of thousands in other mountain regions along the former front lines are also living in desperate conditions. (AP Photo/Efrem Lukatsky)
Afghanistan Dorf Bonavash Wüsteانځور: AP

په دې وروستيو کي داسي راپورونه خپاره سوي دي چي ګوايا د چین د ام سي سي کمپنۍ او افغان دولت ترمنځ د درو ميلیاردو امریکايي ډالرو په ارزښت دغه قرار داد د چینایانو له خوا د لږ پر شاتګ له امله له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

د رويترز خبري آژانس د يوه وروستي راپور له مخي د چین د ام سي سي کمپنۍ له خوا افغان دولت ته نوي شرایط وړاندي شوي دي چې پکې د پخوانۍ ژمني خلاف ځیني وړاندیزونه شامل دي.

داسي ويل کيږي چي چینایانو ویلي چې دوی به کان ته نژدې د برېښنا د تولید ستیشن نه جوړوي او تر څنګ یي د اورگاډي د هغي پټلۍ د غزېدو کار هم ځنډولی دی چې په لومړي سر کې یې له حکومت سره د جوړولو ژمنه کړې وه.

خو د کانونو وزارت د رسنیو د دفتر مرستیال انجنیر سمیع الله وايي چي دوی به د چینايي شرکت دغه نوي شرطونه چې غیر منصفانه او د لومړي قرارداد خلاف دي ډير ژر په پېکينگ کې د دغه شرکت له مشرتابه او چینايي چاروکو سره خبري ورباندي وکړي.

انجنير سميع الله هغه اندیښنه چې د دغه کان د راتلونکي په اړه مطرح شوي دي بې ځایه بولي او تمه ښيي چې د ام سی سی کمپنۍ به وتوانیږي چې تر ټاکلي وخت پوري له دغه کان څخه د مسو د رایستلو پروسه پیل کړي:

«دا دومره لویه مسله نه ده چې په اړه یې اندیښمن اوسو او یا هم د دغې ستري اقصادي پروژي د سقوط خبري پوري وتړو، د کانونو وزیر او یو افغان تخنیکي پلاوی چین ته روان دی ترڅو دا مسئله د لاسلیک شوي تړون پر ا ساس وڅېړي، او تمه لرو چې د پلان مطابق د عینکو کان د سپړلو کار پیل شي او افغان دولت ژمن دی چې د عینکو د مسو کان به ساتي او څارنه به یي کوي. البته موږ په دغه برخه کې له چین سره واضح هوکړه لیک لرو.»

په همدې حال کې د شفافیت د څار یوه کابل میشتي سازمان ویلي دي چي د چین ام سي سي کمپنۍ غواړي چي له دغه کان څخه د مسو را ایستلو لړۍ ۵ کاله یعني تر ۲۰۱۹ کال پوري وځنډوي. نو اوس حکومت ته دوې لاري پاتي دي یا به د چینایي کمپنۍ نوي شرطونه مني او یا به له لویه سره دغه تړون لغو کوي.

د عینکو د مسو کان چې د نړۍ په کچه د سترو مس لرونکو کانونو په کتار کي ځای لري، د افغانستان په یوه نا امنه ولایت لوګر کې موقعت لري، چې یاغیانو په وار وار د دغه کان مامورین او کارکوونکي تر خپلو بریدونو لاندي راوستي او هغوی یي ګواښلي چې کار پریږدي.

د عینکو د مسو کان پر سر د کار تړون د ۲۰۰۷ کال په نیمایي کې لاسلیک شوی وو. که چیري له دغه کان څخه د استخراج پروسه پیل شي په کال کې به ۲۵۰ ميلیونه امریکايي ډالره د افغانستان دولت ته په لاس ورشي او۷۵۰۰ کسانو ته به پکښې د کار زمینه برابره شي.