1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشورتي لويي جرګې دريمه کاري ورځ

نجيب الله زيارمل/حسين سيرت۱۳۹۲ آذر ۲, شنبه

د مشورتي لويي جرګې په دريمه ورځ هم د افغانستان او امریکا متحده ايالاتونو ترمنځ د امنيتي تړون د مادو پر سر بحثونه روان دي. تر اوسه پوري يوازي ۱۳ ماده چي پکښې امریکايي عسکرو ته قضايي مصوونيت ورکړل سوی جنجالي وه.

https://p.dw.com/p/1AMom
انځور: Reuters

پر دې سر بيره چي د دغي مادي په هکله مختلف نظرونه موجود ول او دي، بيا هم د لويي جرګې ډېری ګډونوال وايي چي پر دغي مادې باندي يې د رايو په اکثريت سره توافق کړی دی.

د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون پښتو متن

د مشورتي لويي جرګې يوې تنې ګډون کوونکي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د جرګې ځيني ګډونوال له دې سره موافق دي چي هغه امريکايي عسکر چي په افغانستان کي جرم کوي په دې شرط دي په امریکا کي محاکمه سي چي د قرباني د کورنۍ غړي په هغه محکمه کي حاضر وي.» هغې زياته کړه: «خو د جرګې يو شمېر ګډونوال بيا له دغي مشورې سره مخالف ول.»

د مېرمن ياري، په خبره تر ډېرو جرو بحثونو وروسته بالاخره د کمېټې غړي پر دغي مادې باندي توافق ته ونه رسېدل او مجبوره سول چي رای ګيري وکړي. د هغې په خبره د راګيری په ترڅ کي د کمېټې غړي موافق ول چي امریکايي ځواکونو ته دي قضايي مصوونيت ورکړل سي.

د مشورتي لويي جرګې په کمېټو کي تيره ورځ يو شمېر غړي په دې نظر ول چي د افغانستان قضايي سيستم په هغه اندازه شفاف نه دی چي پېچلي نړيوال مسايل دي فيصله کړي، ځکه نو دا امکان نه لري چي امريکايي عسکر دي په افغانستان کي محاکمه سي.

له امریکا متحده ايالاتونو سره امنيتي تړون ۲۶ مادي لري او د مشورتي لويي جرګې يو شمېر کمېټې په دې وتوانېدلې چي د جمعې د ورځي ترپايه پوري ۲۰ مادي بررسي او پر هغو باندي توافق وکړي.

د مشورتي لويی جرګې په دريمه ورځ هم ۵۰ کاري کمېټې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون مادي بررسي کوي او خپلي مشورې وړاندي کوي.

هره کمېټه د ورځي په پای کي د بحثونو پايلي د مشورتي لويي جرګې عمومي رييس ته وړاندي کوي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د ۵۰ کمېټو رييسان د جرګې په عومي تالار کي د ګډونوالو ته خپل نظرونه وړاندي کړي.

وروسته به بيا د جرګي د عمومي رييس له خوا دغه ټول نظرونه په يوه متن کي راټوليږي او افغان حکومت ته به وسپارل سي. دغه نظرونه او د امنيتي تړون اصلي متن به بيا د تصويب له پاره ولسي جرګې ته وړاندي سي او په هغه صورت کي که ولسي جرګې تاييد کړ بيا به نو ولسمشر ته د لاس ليکولو له پاره وړاندي سي.