1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشورتي لويي جرګې د غړيو نومليکنه پيل سوه

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

د مشورتي لویې جرگې د ترسره کیدو په درشل کې، په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د دغه ښار اوسیدونکي د امنیتي تړون لاسلیک کیدل د افغانستان د ثبات له پاره اغیزناک بولي، خو د لارو د بندیدو څخه سخت شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/1AJnC
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې، د جرگې د جوړیدو کمېسیون، اعلان کړی دی چې په مشورتي لویه جرگه کې د گډون کوونکو د نوملیکنې بهیر، سر له دوشنبې (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۱۸) پيل شوی دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امنیت شورا په غونډه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست ته امر کړی دی چې د جرگې د تر سره کیدو په ورځو کې «د افغانستان د خلکو د دښمنانو»، د گواښونو او دسیسو مخه ونیسي. طالبانو د دغه جرگې او له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو سره مخالفت ښوولی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ له طالبانو او حزب اسلامي څخه وغوښتل چې مشورتې لويي جرگې ته خپل استازي ور ولېږي، خو د ولسمشر تر دغه غوښتنې څو ساعته وروسته، یوه ځانمرگي برید کوونکي د لویې جرگې خیمې ته څیرمه یو ځان و چاود.

له مشورتې لویې جرگې څخه د کابل د اوسیدونکو ملاتړ

د کابل عادي اوسیدونکي د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو له پاره د مشورتي لویې جرگې د جوړیدو هر کلی کوي. د هغوی په وینا که چیري متحده ایالات افغانستان یوازې پریږدي، طالبان به یو ځل بیا پر دې هیواد باندې واکمن شي. د نوید په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وایي: «په اصل کې لویه جرگه ښه خبره ده، ځکه چې زموږ راتلونکې ښه کیږي، یعنې یو څوک شته چې په راتلونکي وخت کې زموږ ملاتړ وکړي، خو دا کار یې بې پلانه پیل کړ او په غلط ځای کې یې دغه جرگه جوړه کړه.»

د کابل پر سړکونو باندي ترافيکي ازدحام
د کابل پر سړکونو باندي ترافيکي ازدحامانځور: DW/H. Sirat

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي چې په تیرو لسو کلونو کې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختگ کړی دی او د امنیتي تړون د لاسلیکیدو په صورت کې به په دغه هیواد کې د پرمختگ بهیر ادامه ومومي. د هغوی په وینا له امریکا متحده ایالاتو سره به د امنیتي تړون د نه لاسلیک کیدو په صورت کې د پرمختگ بهیر ودریږي او افغانستان به یو ځل بیا شا پخواني حالت ته ور وګرځي.

د رحیم په نوم د کابل ښار یو بل تن اوسیدونکی وایي: «زما په نظر د لویې جرگې جوړیدل ښه کار دی، که چیري د افغانستان او امریکا تر منځ تړون امضا شي نو دا ښه خبره ده، ځکه چې خلک به په آزاده توگه کار وکړای شي. که چیري طالبان راشي نو خلک به بیا کار نه شي کولای، آزاد به نه وي او تعلیم به و نه شي کړای.»

ملي گټې

په عین وخت کې یو شمیر څېړونکي په دې آند دي چې د مشورتي لویې جرگې گډونوال باید د ملي گټو په پام کې نیولو سره تصمیم ونیسي، نه د گاونډیو هیوادونو د فشارونو او هڅو پر اساس چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالفت لري.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه حمیدالله فاروقي وایي چې په اوسني وخت کې د افغانستان خلک د خپل راتلونکي او هیواد د ثبات په اړه اندیښمن دي او د لویې جرگې غړي باید له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په تائیدولو سره، دغسې یوه وضعیت ته د پای ټکی کښیږدي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه:

«لازمه ده چې له دې سره د افغانستان خلک له لالهانده ژوند او فکري گډوډیو څخه وژغورل شي.»

د سیاسي چارو د دغه کارپوه له نظره، امنیتي تړون، له امریکا متحده ایالاتو سره د تر سره شوي ستراتیژیک تړون یو جز دی، او د دغه ستراتیژیک تړون په تائیدولو سره د یوې جلا لویې جرگې جوړول اړین نه ول.

د فاروقي په وینا په هغه صورت کې چې افغان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان پارلمان امنیتي تړون تائید کړی او لاسلیک کړی وای، نو د لویې جرگې د دایرولو او د خلکو سرگردانولو ته اړتيا نه وه.

په کابل کې د لارو کوڅو سخت بندیدل

په کابل کې د لویې جرگې له پاره امنیتي تدابیر، د ترافیکي ازدحام او سړکونو د بندیدو سبب شوي دي. د باغ بالا سړک چې د لویې جرگې خېمې ته څرمه تیریږي او د کابل ښار د ختیځ او لویدیځ تر منځ اصلي لاره ده، د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د لویې جرگې خیمې ته څرمه ځانمرگي برید د دې سبب شو چې امنیتي ځواکونه دغه سیمې ته څرمه پر تگ راتگ باندي لا ډیر محدودیتونه ولگوي.

د واسع په نوم یو تن اوسیدونکی وایي، سره له دې هم چې لویه جرگه د خلکو په گټه ده خو د لارو بندیدو ډیري ستونزې راپورته کړي دي: «که چیرې یو ناروغه وي، باید د سړک پر سر مړ شي، ځکه چې بله چاره نه لري.»

د روف په نوم یو بل تن اوسیدونکی وایي چې مجبوره دی چې درې ساعته لاره په پښو ووهي تر څو خپل کار ته ورسیږي: «ټول چوکونه بند دي. زه پیاده تگ ته ترجیح ورکوم، ځکه چې په موټر کې تر تگ پیاده ژر خپل کار ته رسیږم.»

په پام کې ده چې د پجشنبې په ورځ لویه جرگه جوړه شي. خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مشورتي جرگه به څو ورځې دوام وکړي. د افغانستان له لایتونو څخه په دغه جرگه کې نزدې ۲۵۰۰ کسان گډون کوي.