د مصر اخوان المسلمين د ولسمشرۍ په ټاکنو کي خپل کانديد دروي
۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبهاعلان
د مصر اخوان المسلمين سياسي ډله غواړي چي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي خپل کانديد ودروي. له دې څخه تر مخه دغه گوند ويلي ول چي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي به خپل کانديد ونه دروي. د مصر دغه گوند په خپل تازه اعلان کي ويلي دي چي د گوند دوهم مشر محمد خيرت الشاطر به د خپل گوند په استازيتوب د ولسمشرۍ کانديد کړي.
دغه ټاکني د روان مېلادي کال په می کي پلان سوي دي. اټکل کيږي چي ۶۲ کلن تجار الشاطر ډېر ښه چانسونه لري چي د راپرځول سوي پخواني ولسمشر حسن مبارک ځای ونيسي.
په مصر کي اوس پوځي شورا واکمنه ده چي غواړي د نوي ولسمشر له کاندېدو وروسته واک و ولسمشر ته وسپاري.