1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر اخوان المسلين خپل لوی احتجاج وځنډاوه

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16qOF

د مصر د اخوان المسلين ډلې د ولسمشر محمد مرسي په ملاتړ اعلان سوی لوی اجتجاج لغوه کړی دی. دغي سياسي ډلې ويلي دي، چي د سه شنبې د ورځي له پاره پلان سوی دغه احتجاج يې د عامه تشنج څخه د مخنيوي په مقصد ځنډولی دی. ولسمشر مرسي هم د دغي سياسي ډلې غړی دی. د ولسمشر مخاليفينو هم د سه شنبې په ورځ و احتجاج ته بلنه ورکړې وه. د احتجاجونو لامل د ولسمشر مرسي وروستی شخړيز فرمان دی، چي له مخي يې د اساسي قانون تر جوړېدو هر حکم او فرمان مطلق او په هره محکمه کي له چيلينج کولو څخه استثنا دی. په دغه فرمان سره مرسي د اساسي قانون شورا ته هم قانوني استثنا بخښلې چي پکښې اکثريت د اسلامپالو دی. د آژانسونو د راپورونو له مخي په دې کړکېچ کي د مرسي او تنقيد کوونکو قاضيانو تر منځ د جوړ جاړي نخښي نښانې څرگندي سوي دي.