1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د اساسي قانونو مسوده تصويب سوه

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه

په مصر کي له اخوان المسلمين گوند سره پر مخالفتونو سربېره د نوي اساسي قانون مسوده تصويب سوه. له بلي خوا په دغه هيواد کي ليبرالانو او د سيکولار گوند پلويانو د شنبې د ورځي له پاره خلک مظاهرو او احتجاجونو ته رابللي دي.

https://p.dw.com/p/16tGn
انځور: AFP/Getty Images

د اساسي قانون د مسودې د تصويب په اړه دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ پيل سوه او پر ډېرو انتقادونو سربېره د هغه مسوده تصويب سوه. په دغه غونډه کي ناست کسان تقريباً ټول د اخوان المسلمين گوند غړي او سلافيان ول، دا ځکه چي د ليبرال گوند مشرانو او د سيکولار پلويانو په وروستيو اونيو کي د احتجاج په ډول په دغه غونډه کي خپل نه گډون اعلان کړی وو.

د دغي مسودې پر جوړولو باندي څه د پاسه دوې مياشتي کار روان وو. عجله او تلوار ځکه موجود وو، چي مورسي غوښتل د اساسي قانون د محکمې دمخه غونډه پای ته ورسوي. دا ځکه چي د دې امکان هم سته چي دغه محکمه غونډه بې اعتباره اعلان کړي.

دغه نوې مسوده بايد اوس د راتلونکو۳۰ ورځو له پاره اولس ته د رای اخيستني له پاره وړاندي سي. دا چي دغه کار به څرنگه تر سره سي، تر اوسه پوري لا معلومه نه ده، ځکه دغه جريان بايد د قضا له خوا تر څارني لاندي وي. له بلي خوا د مورسي د دغي فيصلې پر ضد د احتجاج له کبله زياترو قاضيانو اعتصاب کړی دی.

که څه هم په دغه لانجمنه مسوده کي اساسي بدلونونه نه ليدل کيږي خو زياتره کارپوهان بيا په دې نظر دي، چي مصر لکه په سعودي عربستان کي پر شريعت ولاړ يوه دولت د رامنځته کېدو اساس جوړوي.

له بلي خوا به تر دې وروسته د امنيت ملي شورا د پوځ څارنه کوي. په قاهره کي د بشري حقوقو سامان، هيومن رايټس واچ يو غړی محمد زرا په دې اړه وايي: «دغه شورا به د هر هغه شي په هکله پرېکړه کوي چي له پوځ سره تړاو ولري، همدارنگه به د هغه بودجه هم ټاکي. دا به پارلمان ته دا امتياز ورکي چي د پوځ بودجه وڅاري. له بلي خوا پخوا به ملکي کسان اساساً نظامي محکمې ته نه راکشېدل. خو اوس به تر ټاکلو شرايطو لاندي هغوی نظامي محکمې ته حاضريږي.»

دغه غونډه چي د پنجشنبې په شپه په قاهره کي پيل سوې وه، ټوله شپه يې دوام وکړ.
دغه غونډه چي د پنجشنبې په شپه په قاهره کي پيل سوې وه، ټوله شپه يې دوام وکړ.انځور: Reuters

د دغه قانون پر ضد ښايي په مصر کي هغه کسان هم راوپاريږي چي مسلمانان نه دي. د ليبرال او سيکولار گوندونو د شنبې د ورځي له پاره خلک د تحرير په ميدان کي ډله ييزو مظاهرو ته رابللي دي. دوی د يوې اوونۍ راهيسي دغه ميدان اشغال کړی دی.

دوي زياتره ځکه په قهر دي چي سلافيانو او اخوان المسلمين هم په همدغه ځای کي د مظاهرو اعلان کړی دی. ۲۵ کلن محمد چي په تېرو دوو مظاهرو کي يې گډون کړی وايي:
«موږ دغه ځاي اشغال کړی دی. اوس نو دوی ولي غواړي چي موږ راوپاروي! که دوي هم د تحرير په ميدان کي مظاهرې کول غواړي، بيا به نو د تعجب ځاي نه وي چي ويني به تويي سي.»

خو اخوان المسلمين او سلافيان به خپل له دغي پرېکړي څخه راونه گرځي. د مورسي پلويان هغه يو ديموکرات جمهور رئيس بولي او وايي چي دی تصميم لري چي ديموکراسۍ ته د رسېدو لاره لنډه کړي خو هغوی د مورسي په مقابل کي د زورزياتيو ډکو مظاهرو څخه يادونه نه کوي.

دغه غونډه چي د پنجشنبې په شپه په قاهره کي پيل سوې وه، ټوله شپه يې دوام وکړ. دا ځکه چي ټول ۲۳۴ پراگرافونه بايد يو يو لوستل سوي واي. له بلي خوا د مصر د اوسني جمهور رئيس د رياست موده هم د اتو کالو له پاره محدوده سوه. د اپوزيسيون په حواله بيا په نوي اساسي قانون کي د ښځو حقوق محدوده سوي دي، د قضا صلاحيت کم سوي دي او د مذهبي مشرانو اغېزه ډېره سوې ده.

د اساسي قانون په اړه دغه غونډه ځکه يوه مياشت رامخکي سوه، چي د دې هيله موجوده وه چي محمد مورسي او اپوزيسيون ترمنځ به د قدرت پر سر مبارزه ښايي نوره ختمه سي.

ماتيياس/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل