1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د ولسمشرۍ له پاره لس نوماندان رد صلاحیت شوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14eGf

د مصر د ټاکنو کمیسون د شنبې په ورځ د دغه هیواد د ولسمشرې لس کاندیدان نا اهله گرځولي دي او وبه نه کړاې شې چې په را روانو ټاکنو کې برخه واخلي. په دغه کسانو کې چې په راروانو ټاکنو کې به برخه وا نه اخیستلی شي د حسني مبارک د دورې د استخباراتو مشر او یو بل مهم اسلامپاله شخصیت هم شامل دئ. دغه خبر د ډیرو مصریانو له پاره حیروانوونکی دئ ځکه چې په دغه لسو کسانو کې د دریو تنو په اړه داسې اټکل کیده چې دوی به مخکني کاندیدان وي. که چیرې دغه رد صلاحیت فیصله برقراره وساتل شي دا به د دې لامل ورگرځي چې د شخړه ییزو کسانو باندې د بندیز تر لگولو وروسته به اعتدال غوښتونکو ته به میدان خالي پاتې شي.