1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر لوی څارنوال استعفا کړې

۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/174Pz

د مصر لوی څارنوال طلعت ابراهیم عبدالله، د ولسمشر مرسي له خوا پر دغه چوکۍ تر ټاکل کیدو څو اوونۍ وروسته له خپلي دندې استعفا کړې ده. د دوشنبې په ورځ د لوی څارنوالۍ په سونو تنو غړو د عبدالله، د دفتر مخ ته احتجاج وکړ او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله. له څو میاشتې راهیسې د قدرت پر سر تر دوامداري مبارزې وروسته، ولسمشر محمد مرسي د نومبر د میاشتې په پای کې پخوانی څارنوال له دندې گوښه کړ او د هغه پر ځای یې عبدالله وټاکه.