1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر نوي ولسمشر خپل د دفاع وزير تقاعد کړ

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

د مصر ولسمشر د دفاع وزير، فيلد مارشال حسين تنطاوي تقاعد ته وليږه او په اساسي قانون کي ئې د پوځ له خوا را وستل شوی بدلون وځنډاوه. د مصر نوي د دفاع وزیر هم ټاکل شوی دئ.

https://p.dw.com/p/15oaL
انځور: picture-alliance/dpa

د مصر د ولسمشر د وياند د معلوماتو له مخي د تنطاوي پر ځاي عبدالفتاح السيسي وټاکل شو. د هغه د وينا له مخي په عين وخت کي د مصر لوی درسيتز، سمع عنان هم تقاعد ته سوق کړه شو.

سر بيره پر دې د مصر ولسمشر په اساسي قانون کي هغه بدلون، چي د ولسمشرۍ مقام ته د هغه تر ټاکل کيدو لږ مخکي پوځ راوستی وو، سمدلاسه وځنډاوه. په هغه وخت کي پوځ غوښتل چي د مصر په يوه ملکي حکومت کي هم پراخ اختيارات ولري.

په هغو کي يو دا بدلون هم شامل وو، چي د جنگ او سولي اعلان او تصميم په هيواد کي يوازي د لښکر مشر نيولای شي، نه ولسمشر. يعني ولسمشر بايد د پوځ اعلی سر قوماندان نه وي.

مرسي دغه راز محمد مکي چي يو پخوانی قاضي دئ، د خپل مرستيال په توگه وټاکه. تنطاوي په پوځ کي ډير غښتلی سړی وو او د پخواني ولسمشر حسني مبارک په حکومت کي۲۰ کاله د د دفاع وزير وو. کله چي مبارک له قدرت څخه ليري شو، تنطاوي د مصر د واکمنۍ د پوځي شورا مشر شو. دغي شورا تر هغه وخته پوري چي محمد مرسي د ولسمشر په توگه وټاکل شي، د مصر ټول واک او اختيار په خپل لاس کي درلود.

دا لا تراوسه روښانه نه ده چي په پوځ کي تر دغه بدلون راوستلو دمخه له تنطاوي او د پوځ له لوی درستيز، عنان، سره سلا مشوره شوې ده که نه.

د يو نوي خبر له مخي ويل کيږي چي دغه دواړه پوځيان به د ولسمشر د مشاورينو په توگه کار وکړي.

د اخوان المسلمين غورځنگ له خوا د جوړ شوی گوند«ازادي او عدالت» يوه وياند، مراد علي وويل: «د شرايطو په پام کي نيولو سره دا ډيره ښه موقع ده چي د پوځ په تاسيساتو کي بدلون راشي.»

څارونکي په دې نظر دي، چي ولسمشر مرسي چي د اخوان المسلمين ملاتړ ور سره دئ، غواړي چي د دغه گوند قدرت پراخ کړي، خو دا چي هغه به وکړای شي، چي د پوځ د ډيرو اختياراتو مخه ونيسي، شک لري.

هغوی وايي، دا په حقيقت کي د اخون المسلمين او د پوځ تر منځ د مقابلې نښانې دي. مخکي تر دې چي مرسي ولسمشر شي ، پوځ د مصر لومړی انتخابي پارلمان چي د اخوان المسلمين او نورو اسلام پالو ډلو تر نفوذ لاندي وو، منحل اعلان کړ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل