1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر نوی ټاکل شوی ولسمشر به نن لوړه وکړي

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15OYv

په پام کې ده چې د مصر لومړنۍ ټاکل شوی ولسمشر به نن په رسمي توگه لوړه وکړي. د مصر نوی ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي د اخوان المسلمین د گوند غړی دئ. هغه په غیر رسمي توگه د خپلې دندې لوړه تیره ورځ د تحریر په میدان کې وکړه. چیرې چې هغه اعلان وکړ چې د مصر ولس په دغه هیواد کې د قدرت اصلي سرچینه ده. مرسي په داسې وخت کې د مصر د ولسمشر په توگه دنده اخلي چی هیواد له ژورو سیاسي بحرانونو سره مخ دئ. څه موده وړاندې د مصر د اساسي قانون محکمې د دغه هیواد پارلماني ټاکنې ناسمې بللې وي او د هیواد واکمني پوځي شورا بیا دغه پارلمان منحل کړ.