1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر ولسمشر د منحل شوي پارلمان د بیا فعالولو امر کړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Tuy

د مصر نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي د نوې ټاکنو د ترسره کیدو پورې د منحل شوي پارلمان د بیرته فعالو امر کړی دئ. یوه اونۍ کیږي چې مرسي د دغه هیواد د ولسمشر په توگه لوړه کړې او ښایې د هغه دغه اقدام د مصر د واکمن پوځ سره ترینگلتیا رامنځ ته کړي. مرسي ویلي دي چې هر څومره چې ژر ممکنه وي په دغه هیواد کې به نوې پارلماني ټاکنې تر سره کړي. په مصر کې د پخواني واکمن حسني مبارک د راپرځیدو وروسته د دغه هیواد پوځ، د قدرت واگي په لاس کې اخیستې وو او د ۱۶ میاشتو له پاره د پوځ واکمنې پوځي شورا د هیواد چارې پر مخ بیولې.