1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د مصر پخوانی ولسمشر مبارک ښايي له بنده آزاد شي

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

څارنوالانو ویلي دي چې تمه ده په روانه اوونۍ کې د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک چې په ۲۰۱۱م کال کې د عربي پسرلي په ترڅ کې له واکه لیرې کړل شوی وو، بیرته ازاد کړل شي. محکمې تیره اوونۍ مبارک ته د وژنې له تورونو برائت ورکړ.

https://p.dw.com/p/2Z9AH
Ägypten Ex Präsident Hosni Mubarak Kairo
انځور: picture-alliance/dpa/K.Elfiqi

وروسته له هغې چې د ۲۰۱۱م کال د پاڅون په ترڅ کې د لاریون کونکو د وژلو په قضیه کې حسني مبارک ته برائت ورکړل شو، ښایي په روانه اوونۍ کې له بند څخه آزاد شي. پر دې باندې د لاریون کوونکو په وژنه کې د لاس لرلو تور وو.

د حسني مبارک مدافع وکیل فرید الدیب، وویل چې پخوانی ولسمشر به په هغه صورت کې چې «د هغه ډاکټر اجازه ورکړي چې» خپل کور ته بیرته وروگرځي.

مبارک په ۲۰۱۱م کال کې له واکه تر لیرې کیدو او توقیف وروسته سخت ناروغ دی او زیات وخت یې د قاهرې په یوه پوځي روغتون کې تر نظارت لاندې تیر کړی دی.

تیره اوونۍ د مصر د لوړې محکمې له لوري پر مبارک باندې د لگول شوو تورونو څخه برائت ورکړل شو. نوموړی د پاڅون په ترڅ کې د لاریون کوونکو د وژنې له پاره په لمسون تورن وو. دغه پاڅون د هغه ۳۰ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کښیود چې د ۸۵۰ کسانو د وژنې په بیه تمام شو.

په ۲۰۱۲م کال کې نوموړی د ۲۳۹ لاریون کوونکو د وژنې په توطیه کې په ابدي بند محکوم شو، خو دوه کاله وروسته د مصر استیناف محکمې په هغه او د نوموړي پر لوړ پوړو چارواکو لګول شوي تورونه لیرې کړل.

حسني مبارک او د هغه دوه زامن علا او جمال هم د فساد په تور په درې کاله بند محکوم شوي وو. پر دوی تور وو چې د ولسمشریزو ماڼیو د بیا رغونې پیسې یې په ناسمه توګه مصرف کړې وې. په ورته وخت کې بیا محکمې د دوی دواړو د بند په موده کې کمښت راوست او د حسني مبارک دواړه زامن پخوا له بند څخه ازاد شوي دي.

په اصطلاح عرب پسرلي که څه هم د دیموکراسۍ هیلې راټوکولې وې، خو بیا هم یاد پاڅون د څو کلونو له پاره په مصر کې د امنیتي تشې او همدا راز د بې ثباتۍ سبب وګرځید. د مبارک ځای ناستي، محمد مرسي یواځي یو کال حکومت وکړ او بیا د پوځ له خوا په ۲۰۱۳م کال کې له واکه لیرې او ونیول شو.

انتقاد کوونکي بیا وايي چې د حسني مبارک پر مهال زیاتره ناسمې کړنې د پوځ د پخوانی لوی درستیز او اوسنی ولسمشر عبدالفتاح السیسی چې مرسي یې هم له واکه لیرې کړ، د واک په موده کې اوس هم تکراریږي.