1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې یوه مسافر وړونکي طیاره لویدلي ده

۱۳۹۴ آبان ۹, شنبه

د مصر لومړي وزیر ویلي دي چې د روسېي یوه مسافر وړونکی طیاره د سینای په مرکز کې لویدلي ده. په دغه ۳۲۱ ایربس کې ۲۲۴ مسافر وو.

https://p.dw.com/p/1Gxh6
Flugzeugabsturz über Ägypten Metrojet
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Belyakova

خبرونه وايي چې دغه طیاره د رادار څخه د ۶ بجو په سهار د یکشنبې په ورځ ورکه شوه.

دغه ۳۲۱ایربس له شرم الشیخ څخه د روسيې سنت پيټرزبرګ په لورې والوته چې له څو شیبو وروسته د مصر د سینا په یوه غرنی برخه کې ولویده.

دغه طیارې ۲۱۷مسافر انتقالول چې ۱۷یې ماشومان وو او ۷د (آر ای اې) د خبري اژانس کارکوونکي وو. او نور ټول روسي سیلانیان وو. د مصر د چارواکو په خبره، په دې ټولو مسافرو کې یو هم ژندی نه دی پاتې.

د دغه خبر پخلی د مصر لومړي وزیر اسماعیل شریف له خوا شوی دی. د دغه پیښې په اړه تحقیق روان دی.

داسې آوزې هم وې چې ګواکې دغه طیاره د مصر، قبرس یا ترکيې په هوا کې ورکه شوي ده

د مصر یوه تلویزیون ویلي دي چې د دغه هیواد لومړي وزیر د دغې حادثې د ځای څخه لیدنه کړي ده.

یو ناڅاپه لویدنه

د مصر چارواکي وايي د طیارې پیلوټ په مخابره کې خبر ورکړی و چې دغه الوتکه تخنیکي ستونځه لري او کوښښ کوي چې په نږدې هوايي ډګر کې يې کښینوي.

خو دهغه اعلان نیم ساعت وروسته د مصر د هوانوردی وزارت داسې کړی دی چې د دغې الوتکې یوازې پارچې پیدا شوي دي.

د مصر سوله ساتو ځواکونو رویټر ته ویلي دي چې داسې کوم څه ثبوت نشته چې دا ثابته کړي چې دغه الوتکه ویشتل شوي ده. یو خبري اژانس ویلي دي چې سوله ساتي ځواکونو تاییدوي چې طیاره په بشپړ ډول له مینځه تللي ده او ټول مسافر يې مړه دي.

وروسته رویټر بیا دې ته اشاره وکړه چې زیات شمیر د ژغورونکې ډله وايي چې دوی د حادثې له ځایه ځینې اوازونه هم اوریدلي دي.

د مصر قاض القضات امر کړی چې د دې غميځې پیښې څیړنه باید وشي.

د مصر ګاونډي هيواد، اسرائیلو هم د دې حادثې په خاطر هوایي نظارت شروع کړی دی.

د روسيې یوه خبري آژانس ویلي: د روسيي جمهور رئیس ولادیمیر پوتین خپل ژور تسلیت قرباني شویو کورنیو ته وړاندې کړ او په خپل دولت يې غږ وکړ چې د قرباني شویو کورنیو او خپلوانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي. په ورته وخت کې د روسيې د تحقیقاتو يوه لوړ پوړي کميټه (د الوتنې د قانون د تاوتریخوالي او دهغه لپاره اماده ګي) په موخه جوړه شوي ده.

د مصر د سینا د دښتې په شمالي برخه کې د دوو کلنو راهیسې د اسلامي تندلارو دجګړو او ناخوالو صحنه ښودل شوي ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب