1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مطبوعاتو آزادي تر فشار لاندې ده»

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د «بې سرحده خبریالانو» سازمان په وینا په نړیواله کچه مطبوعاتو آزادي په څرگند ډول له لار ډیرو ستونزو سره مخامخ شوې ده. دغه سازمان په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې د نړۍ ځینې سیمي تر نورو لا پسې خرابې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IYrI
Medienfreiheit
انځور: Getty Images/AFP/P. Lopez

هر کال د «بې سرحده خبریالانو» سازمان د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه یو نړیوال شاخص خپروي. سږ کال زیاته توجه ترکیې ته شوې ده. دغه سازمان په ترکیه کې په بې ساري توگه د مطبوعاتو پر آزادي باندې محدودیتونو وضعه کیدو ته اشاره کړې ده.

د بې سرحده خبریالانو، د کلني رپوټ له مخې د ناټو په غړي هیواد ترکیه کې پر خبرونو بندیز لگول شوی، د رسنیو دفترونه پلټل شوي، بهرني خبریالان نیول شوي او د انتقاد کوونکي خبریالانو پر ضد آن دعوا شوې ده.

ترکیه او پولنډ شا ته شوي دي

دغه سازمان په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې د کردانو شخړې تر زور اخیستو وروسته د ترکیې حکومت او قضا د انتقاد کوونکو رسنیو پر وړاندې سخت گامونه اخیستي دي. په نړیواله کچه د ۱۸۰ هیوادونو د درجه بندیو په کتار کې ترکیه په ۱۵۱ ځای کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال ترکیې ۱۴۹ مقام لاره. پولنډ چې د ښي اړخي ناسیونالستي حکومت له لوري ادارې کیږي آن له ۲۹ مقام څخه ۴۷ مقام ته رسیدلی دی. د بې سرحده خبریالانو په وینا په دغه هیواد کې پر عامه حقوقي رسنیو باندې محدودیتونه لگول شوي دي.

آلمان په دغه درجه بندۍ کې چې په نړیواله کچه د سلگونو خبریالانو، کارپوهانو، د قضایي او بشري حقونو د فعالانو څخه د پوښتنو پر بنسټ ولاړه ده له دولسم څخه شپاړلسم مقام خپل کړی دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان د «خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او دښمنې څخه نیولی آن تر د وژلو گواښونو پورې موضوعاتو ته اشاره کړې ده.»

د دغه سازمان په وینا په ۲۰۱۵م کال کې په آلمان کې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۳۹ پیښې رامنځ ته شوي دي، چې زیاتره یې د بهرنیانو ـ او اسلام دښمنه غورځنگ «پیگیدا» په لاریونونو کې او غونډو کې شوي دي.

په رپوټ ګې راغلي دي چې د مصر، روسیې او یا هم ترکیې په څیر هیوادونو کې د مطلق العنانه واکمنۍ دود مخ پر زیاتیدو دی او یا هم د لیبیا، بروندي او یمن په څیر هیوادونو کې وسله والو کړکیچونو په دغه څه کې نقش لرلی دی.

د دغه لېست په لومړي مقام کې د فنلنډ هیواد دی. تر هغې وروسته بیا په ترتیب سره د هالنډ او ناروې هیوادونه دي. د دغه لېست په تر ټولو وروستي خراب مقام کې چې ۱۸۰ دی ترکمنستان، شمالي کوریا او اریتریا قرار لري. سوریه د مطبوعاتو د آزادۍ د درجه بندې په دغه لېست کې په ۱۷۷ مقام کې ځای لري. د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې په دغه هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې په هدفي توگه او په ځینو پیښو کې آن له سخت تاوتریخوالي کار اخیستل شوی دی.

رپوټ زیاتوي چې په مصر کې ۲۰ خبریالان د خپل کار له کبله بندیان شوي دي. دغه هیواد په نوموړي لېست کې په ۱۵۹ ځای کې قرار لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب