1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مطبوعاتو آزادي په مفته لاس ته نه راځي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

چيري چي باجرته خبريالان او د بشر د حقونو رښتيني فعالين نه وي، نو هلته به د مطبوعاتو آزادي دغيري ډیموکراتو حکومتونو لومړنۍ قرباني وي.

https://p.dw.com/p/Hj3X
د يوګاندا نامتو ژورناليست او ليکوال Anderew Mwenda تل د خپل قلم او ميک له لاسه د زندان د ګواښونو سره مخامخ وي
د يوګاندا نامتو ژورناليست او ليکوال Anderew Mwenda تل د خپل قلم او ميک له لاسه د زندان د ګواښونو سره مخامخ ويانځور: DW/ Jeppesen

يوګاندايي نامتوخبريال او ليکوال Anderew Mwenda زموږ دخبريالHelle Jeppesen سره په یوه مرکه کي دغه خبره کوي او وايي، چی بند، د جزايي دوسيو جوړيدل ، فشارونه او روحي او جسمي شکنجې ټوله به منې، که چيري په یوه غيري ډيموکراټ او زورواک نظام کي د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره مبارزه کوې.

دغه اوګاندايي خبريال چي په اقتصادي علومو کي عالي تحصيلات لري، په تيره بيا له دي امله څو واري بند ته بيول شوی دی، چي په بيرته پاته افريقايي هیوادونوته يي د پرمختیايي مرستو په ورکولو باندي نیوکي کړي او وايي، چي

«پرمختيايي مرستي په بيرته پاته هیوادونو کي د فقر او بيوزلۍ یو عامل بلل کیږي نه د فقر او بيوزلۍعلاج »

کله چي د 2007 ميلادي کال دجون په میاشت کي د آلمان د Heiligendamm په ښار کي د اتو سترو صنعتي هیوادونو دمشرانو ستره غونډه وه او په دغه غونډه کي د ترشاپاته افریقايي هیوادونو سره د پرمختيايي مرستو مساله دغونډي یوه مهمه موضوع وه، نو Mwend a ددې پوښتتني په ځواب کي چي ددغه پرمختیايی مرستو اغيزي به پر افريقايی پرمختيايي هیوادونو باندي څه وي وايي:

«که څه هم 8 ستر صنعتي هیوادونه په دې عقیده دي چي د افریقايي هيوادونو پرابلم به په دې کي وي، چي ددغه وچي هیوادونو ته دي زیاتي پيسې ورکړل سي او دوی ته دي ورکړشوي پورون ور وبښل شي ددوی وضع به ښه کیږي، خو زما په عقیده دا به دوي ته هيڅ ګټه ونه رسوی، ځکه د افريقا په وچه کي د فقر او بېوزلۍ اصلي عامل بېکفایته او رشوت خور حکومتونه دي، نو داسي بېکفایته او رشوت خورو حکومتونو ته زياتي پيسې ورکول به په دغه وچه کي د فقر او بېوزلۍ علاج نه وي.

دMwenda په نظر د پرمختیايي مرستو بندول به هم کوم ضرر ونه رسوي. دبیان او د مطبوعاتو د آزادۍ په اړوند په خپله مرکه کيMwena وايي:

«زما په مقابل کي په 21 جزايي فقروکي ددعوي اقامه شوۍ. نو که چيري پر ما باندي محکمه دايريږي نو ښايي چي زه په 105 کاله بند محکوم شم . نو که زه بند ته ولاړ شم ، تر څو چي بيرته خلاصیږم 141 کلن به یم .

Andrew Mwenda چي په اوګاندا کي دThe Independent په نامه يه دوه میاشتنۍ مجله چلوي د هغه ژورنالستانو په ډله کي راځي چي تل يې ژوند په خطر کي دی تر اوسه څو څو واري بندي شوی او وروستی ځل د 2008 ميلادي کال د اپريل په میاشت کي و چيIndependent ددو نورو خبریالانو سره د اوګاندا د استخباراتي څانګي له خوا نیول شوی او پر دوی باندی داتور لکول کيده چي دوی خلک د حکومت پر ضد راپارول غواړي.

دYoweri Museveni په مشرۍ داوګاندا حکومت يوځل په 2005م کال کي هم داهڅه کړې چيMwenda بند ته به ورځي، په هغه وخت کید سودان دولسمشر دمرستيال John Garang څرخي اولوتکه راغورځيدلي وه اوMwenda په راډیو کي ددغه څرخي الوتکي درا غورځیدلو په هکله تبصرې کړي وې. د 2007 م کال دډسمبر د مياشتي څخه را پدیخوا Mwenda د Independent دوه میاشتنۍ مجله راباسي او د حکومت چارو ته په انتقادی نظر ګوري :

«د ژورناليست او د خپرونکي په توګه زما دنده داده چي حکومت خپلو مسولیتونو ته متوجه کړم . او زه ځان د اوګاندا د حکومت د ملګرو څخه شميرم . اويوازي ملګري دي چي خپلو ملګرو ته حقايق په برملا تو ګه وايي.»

اوMwenda پر پرمختیايي مرستو باندي پخپلونیوکو سره په نړیواله سویه هم شهرت لري. په تيره بيا، چي دی په افریقايي هیوادونو کي دبډي اخيستلو او اختلاص پيښي افشا کوي نوMwenda د ډیرو افريقايي هیوادونو دحکومتونو دپاره په اصطلا يو نا خوښه سړی بلل کیږي.

خو بيا هم دده پخپل هیواد يوګاندا کي دومره دډیمو کراسۍ پايي ټینګي شوي دي چی دی پکښي ژوندکولای شي.

Jeppesen/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل