1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د معلوماتي تکنالوژۍ نوي نوښتونه

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

د سېبيټ په نوم معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې ځوانو کار پوهانو هم ګډون درلود. تقريباً پنځوس نوي شرکتونه له خپلو توليداتو سره ميدان ته راووتل او خپل نوي اختراعات ئې وړاندي کړل.

https://p.dw.com/p/14MVh
انځور: DW

د نوښتونو دغه سيالي د «کود ان» په نوم ياديږي چې د ۲۰۱۱ کال په مني کې هم تر سره شوې وه. د سيالۍ سنبالوونکی اولريش ديڅ نوميږي، چې د «جي اف ټي» په نوم د يو شرکت مشر هم دئ.

ده همدغه شرکت پخپله تاسيس کړی دئ. نوموړی د معلوماتي ټکنالوژۍ د دغې سيالۍ په هکله وايي چي نوښتونه ملګرتيا غواړي. ځوان شرکتونه داسې ملګرو ته اړتيا لري چې ورسره د خپلې سوداګرۍ په پرمختګ کې مرسته وکړي:

«د سېبيټ د معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون يو ښه فرصت دئ چې د شرکتونو پرمختګ ته لوری تعيين کړي.»

د شرکتونو ځوانو مشرانو ته په جنورۍ کې خبر ورکړل شوی و چې په نندارتون کې به ورته د ګډون بلنه ورکړل شي. دوی دې نندارتون ته د ځيرکو يا سمارټ تليفونونو له پاره يو اپليکيشن يا وړوکی پروګرام جوړ کړی دئ چي وايي موږ درې بعدي نړۍ و دوه بعدي نړۍ ته انتقالوو:

«داسي تصور وکړئ چې په ورځپاڼه کې يو عادي چاپي مطلب دئ. تاسو خپل ګرځنده تليفون يا کمره ورته نيسئ، زموږ پروګرام هم پرانيزئ او هغه د يو درې بعدي ماډل په توګه وينئ.»

دغسې يو اپ يا پروګرام مهندسانو او تعميراتي انجينرانو ته نوي امکانات په لاس ورکوي چې مشتري ئې خپل نوی کور د اخبار له لارې په درې بعدي شکل ليدلای شي.

نور شرکتونه هم چې غواړي خپلو پېرېدونکو ته د خپلو توليداتو يو درې بعدي انځور وړاندي کړي، له دغي ټکنالوژۍ سره لېوالتيا لري. اپس يعني د ځيرکو تليفونونو له پاره وړوکي پروګرامونه د نيلس مالر«لينکو کينګ» نومي شرکت هم جوړوي.

د نوموړي شرکت د اپ په مرسته سړی د ليري يو ژباړونکی راغوښتلای شي، کله چې سړی د بل چا په ژبه پوه نه شي. د دې وړوکي پروګرام له لارې سړی کولای شي چې له دوه زره ژباړونکو سره تماس ونيسي.

د يو بل شرکت مشر ياکوب شراير د اپل د آی فونس او آي پېدس له لارې په رستوران او هوټل کې د پيسو ورکولو او فرمايش ورکولو په برخه کي کار کوي. د ده شرکت د نوښتونو سيالي ګټلې هم ده.

د تواګو په نوم يو انترنېټي د کارموندني بازار هم شته چې شرکتونه پکښي خپلي پروژې معرفي کوي او له دې لاري کارکوونکي او مرستندويان لټوي. د تواګو شرکت يو تن کارکوونکی دانيل کوخ وايي چې دوی د رضا کارانو يو لک او دېرش زره نومونه لري چې ورسره راجستر شوي دي.

«د دغي سيالۍ فضا ډېره ښه ده او غرفه مو دا هم ښيي چې موږ ټول يو مشترک هدف لرو. موږ پرمختګ غواړو، نوښت غواړو او هڅه کوو چې له نورو توليداتو څخه چې بازار ته وړاندي شوي وي، فاصله ونيسو. د نوښت دغه فضا له عادي اقتصاد څخه توپير لري. دلته د ځوانو شرکتونو تر منځ يوه ډېره ښايسته د همکارۍ فضا موجوده ده.»

نسيم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل