1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د معيوبينو په وړاندي پراته خنډونه بايد د مخه ليري سي

۱۳۸۹ آذر ۹, سه‌شنبه

لکه څنگه چي د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون يې په نظر کي لري، د ژوند په ټولو برخو کي د معيوبو کسانو برخه اخيستنه لا په 2010 کال کي هم طبيعي خبره نه ده.

https://p.dw.com/p/QM4N
انځور: bilderbox.de

د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون ته د ژوند په ټولو چارو کي د معيوبو کسانو ګډون يوه مرکزي غوښتنه او هيله ده.

دا که د ټاکلو حق وي، د قانون جوړولو بهير وی، د سهمونو پلانول اويا د ملی مونيتورينګ کړنلاره وي: معيوب کسان بايد د نورو انسانانو په څير په سياسي او ټولنيزو پروسو کي برخه واخيستلای سي.

خو د هغوی په خبره دا په 2010 کال کي هم د منلو نه ده.

په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون د 2006 کال موخه دا ده چي،معيوب کسان بايد د ټولو بشري حقونو او بنسټيزو آزاديو څخه په مکمل اومساوي ډول گټه واخيستلای سي.

دغو موخو ته د رسيدو لپاره بايد ډير هغه خنډونه له مخه ليري سي چي، د ټولنيزي برابرۍ په برخه اخيستنه کي د معيوبو کسانو مخه نیسي.

د آلمان د معيوبينو د شورا مشر ادولفت وايي چي، د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون اوس د دوی ګډون په ګوته کړی او نور د هرچا په خواهش پوري اړه نه لري.

دا يوه نوې کواليټي ده چي له دولتونو او حکومتونو او ښارواليو څخه دا مسؤلیت واخيستل سو، څو د ريښتينو ګډونوالو لپاره شرايط وټاکل سي.

د المان د معيوبينو د شورا د مشر په خبره په افغانستان کي هم د اوږدو کلونو جګړې ډير معيوبين پرې ايښي دي. موږ هيله من يو چي د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو د کنوانسيون پريکړې په افغانستان کي هم عملي سي.

هغه وايي د دوی د پوهي او لياقت څخه بايد د ژوند په بيلابيلو برخو کي ګټه واخيستل سي او دوی ته د ژوندانه په بيلابيلو چارو کي د ګډون امکان برابر سي.

زابينا/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل