1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مقدونيا په سرحد کي په زرونو مهاجر بند پاته دي

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

تر۴۰۰۰ ډیر مهاجر د دوشنبې ورځي له سهار څخه د یونان بندري ښار پیرویس ته رسیدلي دي. هغوی په درو کښتیو کي راغلي وه او غوښتل یې د یونان د شمال له لاري غربي اروپا ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/1Hzj7
انځور: DW/D. Cupolo

خو هغه بسونه چي دوی یې باید انتقال کړي وای، د رسنیو په حواله په لومړي سر کي نه راغلل. د سیمي د یوه خبریال په عقیده، ښایي پولیسو عملأ غوښتل، د مقدونيا له سرحد سره د ترافیکي ازدحام مخنیوی وکړي.

مقدونيا له یکشنبې ورځي راهيسي د افغان مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه تړلي دي او یوازي سوريايانو او عراقيانو ته د تیریدو اجازه ورکوي. په دې ډول نو تر ۵۰۰۰ زيات کډوال د یونان خواته بند پاته دي.

تر دې دمخه مقدونيا یوازي افغانانو، عراقيانو او سوريايانو ته اجازه ورکول چي له سرحدونو ئې اروپايي هیواونو ته تير سي.

د يونان د کډوالو او مهاجرو وزارت مرستیال یاونیس موڅولاس، د دغه هيواد له تلویزيون سره په خبرو کي د مقدونيا دغه عمل تائيد کړی دئ او زياته کړې يې ده چي د مقدونيا دغه عمل «د اروپايي ټولني د وروستۍ سرمشریزي مطابق نه دی.»

د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو مشرانو تیره پنجشنبه پریکړه وکړه، چي تر مارچ میاشتي پوري يعني د دغي ټولني تر بلي سرمشریزي پوري به سوريايي، عراقي او افغاني مهاجرو پر مخ د بالکان لار خلاصه وي.

د یوناني چارواکو د معلوماتو پراساس مقدونيا نه پریږدي، چي افغان مهاجر لویدیځي اروپا ته تیر سي، ځکه چي د دوی په خبره صربستان له یکشنبې ورځي راهیسي د افغانانو پر مخ سرحد تړلی دی.