1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مقدونیا سرحد به د روان کال تر پایه تړلې پاتې وي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د مهاجرت د کړکیچ په پام کې نیولو سره، مقدونیا غواړي حد اقل د روان کال تر پایه پورې خپل سرحد تړلې وساتي. پریکړه د دغه هیواد د پارلمان له خوا شوې. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر مهاجر د ایډومیني په سیمه کې بند پاتې دي.

https://p.dw.com/p/1ILU3
انځور: picture alliance/dpa/Z. Balogh

د مقدونیا پارلمان هغه اضطراري وضعیت چې د ۲۰۱۵ کال د اگست میاشتې راهیسې په دغه هیواد کې نافذ دی تمدید کړی دی. دا موضوع د دغه هیواد په سرحدونو کې له نظامي ځواکونو څخه استفادې ته لاره هواروي.

د مقدونیا رسنیو رپوټ ورکړی دی چې له دې پریکړې سره تر ټولو ډیر د مقدونیا او صربستان سرحدونه تړل شوي دي. د روان کال د فبروي میاشتې راهیسې مقدونیا له یونان سره خپله جنوبي پوله تړلې ده، څو په دې توگه مهاجرو ته په اصطلاح د بالکان پر مسیر د سفر کولو اجازه ور نه کړل شي.

د یونان او مقدونیا تر منځ د «ایډومینې» په سرحدي سیمه کې شاوخوا ۱۲ زره کسان بند پاتې دي او د لارې خلاصیدو په تمه دي. دغه کډوال دلته په ډیرو خرابو شرایطو کې ژوند کوي. د یونان حکومت هڅه کوي چې دغه مهاجر د هیواد نورو کمپونو ته انتقال کړي، خو تر اوسه پورې په دې کار نه دی بریالی شوې.

د اوازو د خپریدو له امله یو شمیر کډوال فکر کوي چې دغه پوله به خلاصه شي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعې او شنبې په ورځو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه مهاجر په بسونو کې د دغه هیواد نورو کمپونو ته انتقال شوي دي.

د غلطو آوازو پر ضد د لوډ سپیکرونو کارول

یوازې د یکشنبې په ورځ د سرحد خلاصیدو د افواگانو او اوازو له امله په سلگونو مهاجرو د مقدونیا پر سرحد هجوم راوړه. مهاجرو ویل چې دوی اوریدلي دي چې نړیوال خبریالان او د سره صلیب کارکونکي به له دوی سره مرسته وکړي، څو له سرحدي پولې واوړي.

دوه اونۍ مخکې یوه څو سوه کسیزه ډله وتوانیدله چې د سرحدي رودخانې څخه په تیریدو د مقدونیا خاورې ته ننوزي، خو دوی د زور او تاوتریخوالي څخه په استفادې بیرته د ایډومینې سیمه ته واستول شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب