1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مقدونیا پولیسو په یوه لارۍ موټر کې لسگونه مهاجر نیولي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

د مقدونیا پولیسو خبر ورکړی دی چې له یونان سره په پوله یې له یوه لارۍ موټر څخه ۶۹ تنه افغاني، پاکستاني، عراقي او سوریایې مهاجر را ښکته کړي دي. دغه مهاجر په یوه لارۍ پټ شوي ول او غوښتل یې ځانونه لویدیځ اروپا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1ImVs
انځور: Reuters/O. Teofilovski

د مقدونیا د سرحدونو تر بندیدو وروسته ډیر شمیر هغه مهاجر چې په یونان کې بند پاتې دي هڅه کوي چې په موټرو او لاریو کې ځانونه پټ او د مقدونیا له سرحدي پولې تیر شي. د مقدونیا پوله روان کال د مهاجرو پر مخ وتړل شوه.

وروسته تر هغې د مقدونیا او صربستان پولیسو ډیر شمیر هغه مهاجر نیولي دي چې هڅه یې کوله د سیمه ییزو قاچاقبرانو په وسیله پر بدلو لارو خپل سفر ته ادامه ورکړي.

د مقدونیا د پولیسو په حواله د دوشنب په ورځ د یوې لارۍ څخه د مهاجرو ۶۹ کسیزه ډله یې نیولې ده. په لارۍ کې سپاره یا پټ شوي مهاجر ټول ژوندي نیول شوي دي.

د مقدونیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دغو مهاجرو له جملې څخه ۶ تنه یې د اسکوپیا د کډوالو مرکز ته انتقال شوي دي او پاتې نور یې د گوجلیا د سرحدي حمل و نقل مرکز ته لیږدول شوي دي، څو بیرته یونان ته واستول شي.

د مهاجرو پر مخ د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته، پر هغو ۵۳۶۰۰ مهاجرو سربیره چې اوس مهال په یونان کې بند پاتې دي، په دې وروستیو اونیو کې ۹۶۰۰ تنه مهاجر د مقدونیا او یونان په سرحد ایډومیني کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان "آی او ام" په حواله د روان کال د پیل راهیسې ۱۸۵ زره مهاجر او پناه غوښتونکي د سمندر له لارې اروپا ته داخل شوي دي چې ځانونه یې ایټالیا، یونان، قبرس او هسپانیې ته رسولي دي.

نوموړی سازمان وایې چې د روان کال د پیل راهیسې ۱۳۷۵ تنه کډوالو د مدیترانې سمندر په دریو لویو مسیرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه مسیرونه شمالي افریقا له منځني ختیځ سره وصلوي.