1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان پاچا خپل ولیعهد بدل کړ

dpa,rtr/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

څارونکي په سعودي عربستان کې د یوې سیاسي زلزلې خبره کوي. د دغه هیواد نوي پاچا سلمان خپل ولیعهد بدل کړی دی. په دې ډول پاچا په دغه شاهي نظام کې نوي نسل ته د واک منتقلیدو ته لار برابره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1FGue
انځور: Reuters/H. I Mohammed

د سعودي عربستان پاچا سلمان، د ولیعهد مقرن پر ځای خپل وراره محمد بن نایف سلمان د نوي ولیعهد په توگه ټاکلی دی. د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د شاهي ماڼۍ د خبر له مخي پاچا سلمان د ولیعهد مقرن د غوښتني پر اساس چې دی له دغه پست څخه آزاد کړي د یوه شاهي فرمان له مخي دغه گام اخیستی دی.

۵۵ کلن محمد بن نایف د سعودي عربستان د پاچا وراره او د دغه پاچاهۍ د بنسټ ایښوونکي عبدالعزیز ابن سعود لمسی کیږي. له مقرن څخه د مرستیال صدراعظم پست هم اخیستل شوی دی. زیاته شوې ده چې بن نایف به د کورنیو چارو د وزیر په توگه خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

«مهم بدلون»

په دې گام سره پاچا سلمان د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې د پخواني ولسمشر عبدالله تر مړیني وروسته، پر وروستي مهم پست هم نوی کس وگماره. مقرن د سعودي عربستان د بنسټ ایښودونکي عبدالعزیز بن سعود ځوان زوی دی. په دې سره نو په لومړي وار د نایف په ټاکلو سره د عبدالعزیز بن سعود يو لمسی د مهم پست چارې پر مخ وړي.

په واشنگټن کې د عربي مرکز مشر خلیل جهشن، له الجزیري تلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي دي: «دا یوه لويه سیاسي زلزله ده. سعودي عربستان چې موږ او تاسو څو ساعته تر مخه پيژنده، نور هغسې نه دی.»

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې د نایف ټاکل به د سعودي عربستان د شاهي خاندان هغه برخه پیاوړي کړي چې له پاچا سلمان سره تړاو لري او د پاچا عبدالله په وخت کې یې خپل نفوذ له لاسه ورکړی وو. په دې تړاو د پاچا سلمان زوی شهزاده محمد بن سلمان د مرستیال ولیعهد په توگه ټاکل شوی دی. هغه د دفاع وزیر هم دی.

د بهرنیو چارو وزیر الفیصل استعفا کړې ده

پاچا سلمان د شاهي فرمان پر اساس د بهرنیو چارو د پخواني وزیر الفصیل پر ځای چې د روغتیایي دلایلو له کبله یې د لیرې کیدو غوښتنه کړې وه، هم نوی کس ټاکلی دی. د شاهي ماڼۍ د خبر له مخې هغه به په راتلونکي وخت کې د پاچا د سلاکار او ځانگړي استازي دندې پر مخ بیایي.

د دفاع د نوي وزیر په توگه په امریکا متحدو ایالاتو کې د عربستان سفیر عادل الجبیر ټاکل شوی دی. الفصیل په ۱۹۷۵م کال کې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه ټاکل شوی وو او په دې ترتیب یې په نړیواله کچه پر دغه پوست تر ټولو زیاده موده کار کړی دی. ویل کیږی چې هغه په وروستیو وختونو کې په امریکا متحدو ایالاتو کې د ملا جراحي عملیات کړی دی.