1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملاعمر مرگ د ناټو د عملیاتو په سبب پټ ساتل سوی وو

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

طالبانو په لومړي وار ويلي دي چي د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مړیني خبر ئې د پوځي دلايلو په سبب پټ ساتلی وو. دا خبره د افغان طالبانو د نوي مشر په ژوند ليک کي چي رسنيو ته لېږل سوی دی راغلې ده.

https://p.dw.com/p/1GOV1
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د وسله والو افراطي طالبانو له خوا په لومړي وار ويل سوي دي چي د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مړیني خبر ئې د پوځي دلايلو له کبله دوه کاله پټ ساتلی وو.

د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور په هغه ژوند لیک کي چي د دغي ډلي له خوا رسنيو ته لېږل سوی دئ، راغلي دي چي د ۲۰۱۳م کال په اپريل مياشت کي د طالبانو مشرتابه پرېکړه وکړه چي د خپل مشر د مړيني خبر پټ وساتي.

د دغي پريکړي اصلي موخه دا بلل سوې وه چي په افغانستان کي له ناټو سره د جگړې په وروستي کال کي پرمخگ وسي. تر دې يو کال وروسته په افغانستان کي د ناټو پوځي ماموريت ختم سو.

د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر
د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمرانځور: picture alliance/CPA Media

د طالبانو د نوي مشرتابه پر سر جنجال

د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره د دغي ډلي په دننه کي ډېر مخالفتونه سته. پر هغه باندي تور دی چي د خپل سلف د مړيني خبر ئې پټ ساتلی وو. اوس د دغي ډلي څو لوی قوماندانان نه غواړي چي د هغه لار تعقيب کړي.

د ملا منصور په ژوند لیک کي چي د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړيني خبر د پټ ساتل کېدو تائيد سوی دئ، منصور يو سپېڅلی مشر ښوول سوی دئ. له متنه داسي ښکاري چي منصور دي د واک ساتلو تلاښ کوي.

د کارپوهانو په نظر په طالبانو کي دننه نزاع به د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په گټه وي، ځکه د دوی په خبره اوس لا ځيني وسله وال طالبان له دغي تروريستي ډلي سره يوځای سوي دي او دغه بهير به نور هم پراخ سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب