1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملالي یوسفزۍ، پر ژوند فلم پر بشپړیدو دی

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د بشري حقونو د فعالې ملالي یوسفزۍ پر ژوند باندي بالیووډ یو فلم جوړوي. د دغه فلم چې «ګل مکۍ» نومیږي لومړنی پوستر په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/2jM8z
Deutschland Mauerkunst Portraits auf Berliner Mauer von Victor Landeta
انځور: V. Landeta

د دغه فلم پروډیوسر آنند کمار دی چې د فلم کیسه یې د ملالي یوسفزۍ پر ژوند باندي راڅرخي. په دغه فلم کې ماشومه ستورې ریم شیخ، د ملالي نقش لوبوي. پر دې سربیره د هند سینما مشهور لوبغاړي دیویا دت او اوم پوري د فلم په مهمو ستورو کې شامل دي. اوم پوري څه موده وړاندې مړ شوی دی. د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د اوم پوري په غږ کې ثبت شوې سندره هم په فلم کې شته، چې د هغه یاد به تازه کړي.

ریم شیخ، چې له شپږ کلنۍ راهیسې یې هنري چارې پیل کړي دي د وزیر، په نوم هندي فلم کې یې هم کار کړی دی.

ریم شیخ درې ورځې تر مخه د «ګل مکۍ» فلم لومړنی پوستر په انسټا ګرام کې خپور کړی دی. په پاکستاني او هندي رسنیو کې لا تر مخه د دغه فلم په هکله خبرونه کښته پورته کیدل، خو په ټولنیزو شبکو کې د دغه فلم د لومړي پوستر تر راڅرګندیدو وروسته په رسینو کې اوس په دې هکله بحثونه پېل شوي دي.

د دغه فلم په هکله یوه ویډیو هم په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده. په دغه ویډیو کې ریم شیخ وایي چې د ملالي د نقش د لوبولو له کبله ډیره تر اغیز لاندې وه، ځکه چې په خبره یې ملاله یوسفزۍ یوه نړیواله شخصیت ده.

د پاکستان د ډان او ایکسپرس ټریبیون، په نوم ورځپاڼو هم د دغه فلم په هکله چې د ملالي د ژوندانه پیښې پکښې رانغښتل شوي، رپوټونه خپاره کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځينو کسانو ویلي دي چې په بې صبرۍ سره د دغه فلم خپریدو ته شیبې شماري او خپله خوښي يې څرګنده کړې ده. د هغوی په خبره له ډیرې مودې راهیسې دغه فلم ته انتظار کیږي.

صائمه حیدر/ سید ریاض

زموږ له ارشیف څخه: