1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا د قاتل پیدا کولو پر سر د لس زرو ډالرو انعام

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

په نیویارک کې د یوه مسجد ملا او مرستیال تر وژل کیدو وروسته، تیره ورځ په امریکا کې د مسلمانانو د وکلات یوې شورا په دې هکله د معلوماتو د ورکړې پر سر لس زره ډالره انعام ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/1Jj8g
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane

د دې دواړو وژل شوو کسانو کورنۍ د وژونکو د پیژندلو په انتظار دي. د نیویارک د پولیسو په حواله، ۵۵ کلن مولانا اخون جې (ملا) او ۶۴ کلن طهار الدین د شنبې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې د ماسپښین لمانځه له پاره مسجد ته روان ول.

د اخون جي ۲۱ کلن زوی، نعیم اخون جې، په داسي حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وویل :«پلار مې تل د امنیت او سولي خبري کولې. زه نه پوهیږم چې زما پلار ولې وژل شوی دی.»

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د دوشنبې په ورځ د بریدګر په هکله د معلوماتو د ورکړې په هکله د لس زره امریکايي ډالرو انعام د ورکړي اعلان وکړ.

ځايي پولیس وايي چې تراوسه د دې پیښې هدف نه دی معلوم خو د دغه مسجد ځیني لمونځ کوونکي وايي چې د پیښي سبب مذهبي نفرت دی.

له دوی څخه یو هم منیر چوهدري، دی چې له خپل درې کلن زوی سره تل دغه مسجد ته د لمانځه له پاره راځي. هغه اسوشیتد پریس ته وویل: «زه یو ځل له خپل زوی سره د مسجد پر لور روان وم، یو کس زه د اسامه په نوم یاد کړم. له دې وروسته مې پریکړه وکړه چې په موټر کې جومات ته لاړ شم.»

د منیر چوهدري په حواله، ګاونډیانو له ما څخه غوښتي ول چې له خپل زوی سره یوځای مسجد ته لاړ نه شم، ځکه خلک د نفرت په سترګه ورته ګوري.

New York Al-Furqan Jame Masjid Moschee Präsentation Polizeizeichnung Imam-Attentäter
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Ruttle

بل اړخ ته د نیویارک پولیسو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د مسجد د امام او مرستیال په تور له یو کس څخه پوښتني ګروېږني روانې دي. د پولیسو د یوه ویاند په حواله ددغه کس غیر عادي حالت ته په کتو ترې پوښتني ګرویږني کيږي، خو تر اوسه په دې جرم تورن نه دی.

له دې مخکې ان بي سي نیوز او د نیویارک ډیلي نیوز رسنیو په قتلونو کې د نوموړي کس د لاس لرلو خبر ورکړی وو.

تیره ورځ د نیویارک پولیسو د تورن کس رسم شوی انځور هم خپور کړ او په انځور کې یو کس چې تور ویښتان، ږیره او عینکي لري رسم شوی دی.