1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا منصور ځای ناستی به څوک وي؟

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۲, یکشنبه

د ملا محمد اختر منصور لنډه مشري ښايي اوس د هوايي بريد پر مټ پای ته رسېدلې وي. د منصور په وړاندې د طالبانو په ليکو کې هم تل شک او ترديد موجود وو.

https://p.dw.com/p/1IsWQ
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

يوې بې پيلوټه امريکايي الوتکې «په ډېر احتمال سره» د طالبانو مشر، ملا اختر منصور، د پاکستان په بلوچستان آيالت کې وژلی دی. دغه خبره امريکايي چارواکو کړې ده او ويلي يې دي چې د هغه مرګ به ښايي د افغان اورپکو پر جګړې تاثير واچوي. دغه جګړه د منصور په مشرۍ لا توده شوې وه.

شخړه يزه مشري

له هغه وخت راهيسې چې د ملا محمد عمر مړينه پروسږ کال اعلان شوه، منصور د طالبانو له نورو قوماندانو سره په شخړو بوخت وو. هغه خپله ښايي هغه ځواکمنه نيمه خپلواکه ډله چې د حقاني شبکه بلل کيږي، د طالبانو په مشرتابه کې شريکه کړې وي تر څو د ملا عمر کورنۍ ګوښه کړي.

د منصور مشرتوب د طالبانو په منځ کې داسې ژور درز راوستی وو چې د مشر په توګه د هغه د اعلان په غونډه کې ډېر شمېر لوړپوړي قوماندان هسې ووتل. خو منصور بيا په دې کې ډېر بريالی وو چې خپل سيالان او رقيبان لاندې کړي يا يې له منځه يوسي.

ملا داد الله چې د يوې بېلې شوې ډلې مهم قوماندان وو، پروسږ کال منصور ته د وفادارو طالبانو په نښتو کې ووژل شو. داسې هم ويل کيږي چې ملا رسول، چې د طالبانو د يوې بېلې شوې ډلې مشر دی، د پاکستان د پوځ له خوا نيول شوی دی، په داسې حال کې چې پلويان يې خپلې جګړې ته دوام ورکوي. کتونکي وايي چې که د مصنور وژنه تائيد شي، به د ياغيانو تر منځ یو ځل بيا اختلافات رابرسېره شي.احتمالي ځای ناستي

طيب آغا، چې د ملا عمر يو نژدې ملګری او د طالبانو له پاره د سولې مرکچي هم پاته شوی دی، منصور ته له بيعت څخه سر غړولی دی. طيب آغا پر مصنور باندې تور لګولی دی چې د طالبانو د بنسټ ايښودونکي مرګ يې پټ ساتلی وو څو خپله واک ټينګ کړای شي.

منصور په دې ترڅ کې واک ته ورسېد او سراج الدين حقاني يعنې د حقاني شبکې مشر يې خپل مرستيال وټاکه. افغانستان او د امريکا متحده آيالات دواړه دغه شبکه د طالبانو د اصلي ځواکمنتيا سرچينه بولي. ځينې تحليلګران وايي سراج الدين حقاني کېدای شي د منصور ځای ناستی وګرځي. منصور همداراز د ملا عمر زوی (ملا يعقوب) او ورور (ملا عبدالمنان اخوند) ته په رهبرۍ شورا کې هم ونډه ورکړې ده. دواړه اوس د هغه د ځاي ناستي په توګه تر ټولو غوره کسان بلل کيږي.

ملا محمد رسول د ملا محمد منصور د مشرۍ سره اختلاف اعلان کړی ؤ.
ملا محمد رسول د ملا محمد منصور د مشرۍ سره اختلاف اعلان کړی ؤ.انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer