1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي اردو سرتیري دوه استرالیایي روزونکي او د هغوی ژباړونکی ووژل

۱۳۹۰ آبان ۷, شنبه

د ملي اردو يو تن سرتيري د شنبي په ورځ د اروزګان په ولايت کي پر افغان او بهرنیو ځواکونو ډزي کړي دي چي په پایلې کې یې د دوه استرالیایي روزونکو په ګډون درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/131eG
برید کوونکي د دریو کلونو را په دې خوا په ملي اردو کې دنده تر سره کوله
برید کوونکي د دریو کلونو را په دې خوا په ملي اردو کې دنده تر سره کولهانځور: dapd

په کندهار کي د ٢٠٥ اتل قولې اردو قومندان، جنرال عبدالمحيد وردک، د پيښي د پخلي ترڅنګ وايي چي بريد نن سهار د ملي اردو د څلورمې لوا په شپږم کنډک کي د سرتيرو د روزني پر مهال رامنځته شوه .

د وردک په خبره په دې بريد کي د يو افغان ژباړونکي په ګډون دوه تنه اسټرليايي سرتيري وژل شوي او د ملي اردو د يو افسر په ګډون اوه تنه نور سرتيري ژوبل دي.

د جنرال وردک په خبره د پیښې سيمې ته د څېړونو په موخه پلاوى استول شوی دی ترڅو څرګنده کړي چې پېښه ولي او څه رنګه رامنځته شوې.

جنرال وردک زياتوي برید کوونکی د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ اوسيدونکى دى چي له تيرو دريو کالو راهيسي يې د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کي د ملي اردو په لومړي کنډک کي دنده ترسره کوله. د وردک په وینا برید کوونکی د څو مياشتو را په دې خو په شپږم کنډک کي په دنده بوخت ؤ.

وردک وایې چې برید کوونکی د نورو سرتیرو لخوا وژل شوی دی:

«برید کوونکی پخوانی سرتيرى ؤ. د کابل د چهارسياب ولسوالۍ اوسيدونکى ؤ. هغه يوه درې کلنه دوره مخکي په دهراود ولسوالۍ کي تيره کړې ؤ او اوس په شپږم کنډک کې د ملي اردو په چوکات کي په دنده بوخت ؤ.»

دا لومړى ځل نه دى چي يو افغان سرتيری کورنيو او بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړوي. تر دې وړاندې هم په هلمند ولايت کي يو تن افغان سرتيري د روزنې پرمهال برتانوي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه. د دغه برید وروسته بیا وسلوالو طالبان برید کوونکی خپل ملګرى ياد کړی وو.

د اروزګان د ورستۍ پیښې مسؤلیت لا تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دویچه ویله/ محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش