1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي دفاع وزارت: له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ څیړنه کوو

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبه

د ملي دفاع وزارت وايي چی له رسنیو څخه یې اورېدلي چې ایران له وسله والو طالبانو څخه ملاتړ کوي

https://p.dw.com/p/1Fgkr
Afghanistan Taliban
انځور: AP

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چی له رسنیو څخه یې اورېدلي چې ایران له وسله والو طالبانو څخه ملاتړ کوي او زیاتوي‌ چې په دې برخه کې یې څیړنې روانې دي او پایله به یې وروسته له رسنیو سره شریکه کړي.


وال سټریټ ژورنال رپوټ ورکړی چې ایران د وسله والو طالبانو له یو شمیر مشرانو سره مالي مرسته کوي او په ځینو برخو کې وسلې او چاودېدونکي توکي هم ورکوي.
په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ هم داسې مهال په فراه او ننګرهار ولایتون کې نښتې رامنځته شوې چې له یوې خوا پر ایران د وسله والو طالبانو د ملاتړ تور پورې شوی او له بلې خوا دغه هیواد د داعش پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ لري.


د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ( د جوزا پر ۲۳مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د یادې موضوع پر اړه څیړنه کوي.
هغه وویل:« موږ هم له رسنیو څخه اورېدلي دي، خو تر اوسه په دې اړه کره مالومات نه لرو چې د ایران هیواد له طالبانو سره مرسته کوي‌ که نه.‌ زموږ کشفي ارګانونه په دې برخه کې څېړنه کوي‌ او که مو مالومات تر لاسه کړل له رسنیو سره به یې شریک کړو.»


بل خوا د کورینو چارو وزیر نور الحق علومي هم د شنبه په ورځ یوه بیل کنفرانس کې وویل چې د وسله والو طالبانو او داعش تر منځ نښتې رامنځته شوې او زیاته یې کړه چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کی د ځوانانو په جزب او د پټنځایونو په پیدا کولو بوخته ده.
علومي په دې اړه وویل:« داعش د سرتیرو په جزبولو لګیا دی او ځان ته پټنځایونه جوړوي. خو موږ هڅه کووچې اصلاً هغوی ته د سر پورته کولو اجازه ور نه کړو.»


۱۲ ولایتونه له امنیتي ګواښ سره مخ دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په هغو ۱۲ ولایتونو کې چې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي هلمند، کندهار، زابل،‌ غزنی،‌ کنړ، ننګرهار او نورستان هغه ولایتونه دي‌ چې له لوړ امنيتی ګواښ سره مخامخ دي.
وسله والو طالبانو د پسرلي په دویمه میاشت کې د هیواد په شمال ختیځو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ خو چارواکي وايي د دوی د ټینګ مقاومت له کبله طالبان ونه توانیدل چې ولسوالۍ ونیسي. په دې جګړو کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د خپل سل ورځني پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې لږ تر لږه ۹ سوه وسله وال مخالفين وژل شوي‌ او ملي پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې


هغه وویل:« په خواشنۍ سره چې لا هم زموږ د ملي پولیسو مرګ ژوبله د بیلابېلو لاملونو له مخې زیاتوالی لري. موږ هڅه کوو چې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي مخنیوی وکړو.»


په وروستۍ پیښه کې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې ۱۷ تنه پولیس د وسله والو طالبانو له خوا پر یوه پوسته د شوي برید پر مهال وژل شوي دي.


خیالي یا تصوري پولیس


د کورنیو چارو وزیر وویل په جدي توګه هڅه کوي چې د پولیسو په کرښو کې د فساد مخنیوی وکړي. هغه ومنله چې په ولایتونو کې د پولیسو مامورین د خیالي پولیسو په نامه چې موجودیت نه لري او هغوی یې لست برابر کړی ، معاش اخلي.
علومي زیاته کړه:« دا واقیعت دی. په تیرو سلو ورځو کې زموږ څیړنو وښوده چې په تشکیل کې ډېر خو په حقیقت کې لږ پولیس لرو. په همدې خاطر ډېرو قوماندانانو جزا لیدلې، په خاصه توګه په ولسوالیو کې.»


وزیر زیاته کړه چې په ځینو ولایتونو کې د پولیسو قوماندانان په تشکیل کې د سلو پولیسو لست ورکوي خو په حقیقت کې له دېرشو تر پنځوسو پولیس لري. هغه د بیلګې په توګه د اروزګان ولایت یاد کړ او ویې ویل چې هلته د پولیسو اداره دومره کمزورې ده چې بیخي په نشت شمیرل کیږي.